1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضامنځنی ختیځ

امریکا په منځني ختیځ کي خپل هوايي دفاعي ظرفیتونه راکموي

۱۴۰۰ خرداد ۲۹, شنبه

تر هغه وروسته، چي امریکا په منځني ختیځ کي په تیرو دوو کلونو کي د ایران سره د شخړي په سبب خپله دافع هوا تقویه کړې وه، اوس یې ظرفیتونه بیرته راکموي.

https://p.dw.com/p/3vDPg
USA THAAD Raketenabwehrsystem
د امریکا متحده ایالاتو د «تاد» ددافع هوا سیسټم: زموږ د ارشیف یو عکس انځور: Getty Images/Lockheed Martin

لکه څنګه چي د امریکا د دفاع وزارت پرون جمعه (د جون میاشتي ۱۸ مه) خبر ورکړ، د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر، لوید استین امر کړی دی، چي « سږکال دوبی دي د دغي سیمي څخه مشخصي قواوي او ظرفیتونه وایستل سي.»

د امریکا د دفاع د وزارت ویاندي، جسیکا میک نولتي وویل، دا تر ټولو دمخه د دافع هوا ظرفیتونه دي. هغې همدارنګه وویل، چي د هغو یوه برخه به د امریکا متحده ایالاتو ته انتقال سي، تر څو د بیرته ترمیمولو او معاینه کولو لازم کارونه یې وسي. پاته نور تجهیزات به نورو منطقو ته انتقال سي.

خو ویاندي دا نه وویل، چي ایا دغه تجهیزات به هم د بحر هند او اوقیانوس ارام ساحې ته انتقال سي، چیري چي امریکا غواړي د چین د په مخ پر ډیریدونکي نفوذ مخنیوی وکړي.

د «وال ستریت» مجلې تردې دمخه رپوت ورکړی ؤ، چي پنتاګون د جون میاشتي په سر کي په دې باندي شروع کړې ده، چي د عراق، کویټ، اردن او سعودي عربستان څخه خپل د دافع هوا اته سیسټمونه او هم د سعودي عربستان څخه د «تاد» په نامه د هوايي دفاع یو سیسټم وباسي.

د هر دغه سیسټم دپاره باید په محل کي په سلهاوو عسکر حضور ولري. د «وال ستریت» مجلې په حواله، دا نو پدې معنی، چي د دغو تجهیزاتو د ایستلو سره به د منطقې څخه په زرهاوو عسکر هم خارج سي.

خو د پنتاګون ویاندي بیا په عین حال کي اطمینان ورکړ، چي « د تهدیدونو متناسب به خپل نظامي حضور په منطقه کي وساتي.» او د دې بیره وجود نلري، چي دغه تغیرات به « زموږ د ملي امنیت پرعلاقه مندیو باندي منفي تأثیر وکړي.» په خبره یې سربیره پردې به «د امریکا متحده ایالات دا ډول انعطاف پذیره پاته سي، چي د ضرورت په وخت کي به ډیر ژر خپلی قواوي منځني ختیځ ته واستولای سي.»

د امریکا متحده ایالات په اوس وخت کي د افغانستان څخه هم خپلي ټولي قواوي راباسي او په عراق کي یې پروسږکال د خپلو قواوو ظرفیت ۲۵۰۰ عسکرو ته راکم کړ. دا هم پداسي حال کي ده، چي واشنګټن ایران ته اوس هم د یوه لوی خطر په سترګه ګوري. خو نوی جمهوررییس، جوبایدن ددې سره علاقه مندی لري، چي د تهران سره اټومي تړون بیرته احیأ سي.

آ./م.ق.ن./ا.ا.