ولي د موسیقۍ مینه وال د جرمني هامبورګ ښار خوښوي؟
له بیټلر او براهمز څخه نیولې تر ریپربان فیسټوال پوري: د هامبورګ ښار د موسیقۍ د مینه والو پر زړه جوړ دی، دا چي ولي په عکسونو کي يې وګورئ.
د هامبورګ ښار تاریخي نخښه
په ۲۰۱۷م کال کي د ایلب فلهارموني ودانۍ پرانیستله سوه، له هغه مهال راهیسي دغه ښار د موسیقۍ او کنسرټونو په مرکز بدل سوی دی. د فلهارموني ودانۍ د معمارۍ یو شاهکار دی. یو مهال یاده ودانۍ د هامبورګ په ساحل کي تر ټولو غټ ګودام و، د ایلبه په دریايي اوبو کي د اسمان شین رنګ له ورایه معلومیږي چي دې ودانۍ ته يې د ډېرو خلکو پام ور اړولی دی. یاده ودانۍ د زړه وړونکې معمارۍ ترڅنګ نور ډېر څه هم لري.
لوی، لوی تالارونه، لوی لوی نومونه
په دې ځای کي د کنسرټونو تالارونه د اورېدولو او لیدلو زړه راښکون لري. د نړۍ له بېلا بېلا سیمو څخه پېژندل سوي ارکسټرا او نوموتي سولویسټان هامبورګ ته راځي، ترڅو په دغه زړه راښکونکو تالارونه کي خپل هنر مینه والو ته وړاندي کړي. په فلهارموني کي د ټکټانو اخیستل هم اسانه خبره نه ده. د هامبورګ ښار د موسیقۍ له ږوږ څخه ډک چاپيریال د مینه وال تنده ماتوي.
لایزتالار: له لرغوني دود سره د کنسرټ یو تالار
د ایلبه فلهارموني له جوړېدو څخه ډېر کلونه ترمخه، د کنسرټ دغه تالار د «لایزتالار» په نامه یادېدی. د سمندري کښتۍ د یو څښتن «لایز» په نامه دغه ځای په هامبورګ کي د کلاسیکي موسیقۍ یو مرکزي ځای و. دغه تالار په ۱۹۰۸م کال کي پرانیستل سو چي هغه وخت په اروپا کي یو له ښکلو کنسرتي تالارونو څخه ګڼل کېدی. دغه تالار اوس هم په زړه پوري دی او تراوسه پوري د هامبورګ فلهارموني ارکسټر همدلته اجراء کېږي.
د سینټ مایکل ترومز
پر یکشنبې سربېره د ورځي دوه واري، په هامبورګ کي د سینټ مایکل د کلیسا پر لوړ برج ټرومز ږغول کېږي. دا د تیرو ۳۰۰ کالو لرغونی دود دی چي د کنسرټ له تالار یا د اوپيرا له کور څخه له هغه مهاله راشروع دی، له کومه وخته چي موسیقي په بنسټیزه توګه په کلیساګانو کي سترګي رغړولي دي. سینټ مایکل، په جرمني ژبه کي د مېشل په نامه پېژندل کېږي. دا په هامبورګ کي تر ټولو پېژندل سوې کلیسا ده.
ځانګړي الات
سینټ مایکل د موسیقۍ په شپږو الاتو باندي سمبال ده، چي هره ورځ ماپښین مهال د عبادت د یوې برخي په توګه ږغول کېږي. د موسیقۍ پېژندل سويو ډاریکټرانو هم دلته وظیفې درلودې، کمپوزر بشمول باروک، فلیپ ټلي من او کارل فلپ ایمانویل باخ، يو تفریحي حقیقت: د باخ قبر د کلیسا په یوه پټه زېرخانه کي موجود دی.
يوهانس براهمز، د هامبورګ ویاړ او خوشحالي
هامبورګ د کلاسیکي موسیقۍ د مشهورو ږغوونکو کور هم و، د بېلګي په ډول د يوهانس براهمز نوم یادولای سو، نوموړی په ۱۸۳۳م کال دې نړۍ ته سترګي روڼي کړې. اووه کلن و چي پیانو زده کولو ته يې ملا وتړله او په ۱۵ کلنۍ کي يې په لومړي ځل په هامبورګ ښارکي خپلو مینه والو ته پیانو وږغوله، وروسته هغه ویانا ته ولاړ او هلته نړيوال شهرت ته ورسېد. نوموړي د نورو هنرونو ترڅنګ د هنګري نڅا په کمپوز کي هم ډېر شهرت لاره.
د کمپوزر کوارټرز بری
د براهمز موزیم، د کمپوزرانو هغه ځای دی چي شپږ نور داسي موزیمونه لري، په کومو کي چي تاسو د موسیقۍ د هغو مشهورو هنرمندانو په اړه ډېر څه زده کولای سئ چا چي په هامبورګ کي کار کړی دی. موږ دوه خور او ورور کمپوزران فیني او فیلکس ترڅنګ د ګوستاف مهلرنوم یادولای سو، چي شپږکاله يې د هامبورګ ښار په تیاتر کي مشر کنډکټر پاته سو، وروسته بیا ویانا ته ولاړ او هلته په خپل مسلک کي لکه ستوری وځلېد.
که له بېټلز سره لېوالتیا لری، نو هامبورګ ته ولاړ سئ!
هامبورګ د بېټلانو د راپیلیدو ځای هم دی. لیور پول، هغه مهال د موسیقۍ یوې ناڅرګندي ډلي خپلو مینه والو ته د ریډلایټ ولسوالۍ د سټارکلب «عکس» په ګډون په یوشمیر نورو کلبونو کي نژدې زر پروګرامونه په خپل ځانګړي انداز وړاندي کړل، چي ډېرو مینه والو خوښ کړل. نوموړي تر خپل تګ دمخه په کال ۱۹۶۳م کال کي خپل اصلي کموزیشن ترتیب کړ.
ریپرباهن فیسټوال
نن ورځ هم د ریپریان کلب موزیک ژوندۍ نندارې وړاندي کیږي، د دې موسیقۍ ځانګړی وخت د سپټمبر میاشت ده. کوم وخت چي د ریپربان جشنواره یا فیسټوال په سنټ پاولی ولسوالۍ کي جوړیږي، نو څلور ورځي د نړۍ له هر کونج څخه هنرمندان او د موسیقي ډلي ورته راځي. دوی له ځان سره راک، پاپ، انډي، ولسي او بېلا بیل ډول بریښنايي موسیقي ږغوي. هامبورګ په ۲۰۱۹م کال کي د نژدې ۶۰۰ کنسرټونو او ۵۰۰۰۰ نندارچیانو کوربه و.
د موسیقۍ له پاره یو غوره ځای
له لندن او نیویارک څخه وروسته هامبورګ په نړۍ کي د موسیقۍ درېیم لوی ښار دی. له «کیټس» څخه نیولې تر «هیري پوټر» پوري ټول لوی بریالي فلمونه دلته پر دغو څلورو لویو سټېج تیاترونو باندي نندارې ته وړاندي سوي یاهم وړاندي کيږي، نو نتیجه يې څه وه؟ په هامبورګ کي د موسیقۍ مینه والو ته له راک کنسرټونو څخه نیولې تر ارګن کنسرټ پوري د غوراوي یا خوښوني له پاره ډېر څه سته، د ټولو له پاره څه ناڅه خامخا سته.