1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا په «کې ټو ـ ۱۸ بې» سياره کې ژوند شته؟

۱۳۹۸ شهریور ۲۱, پنجشنبه

فضانوردانو د «کې ټو ـ ۱۸ بې» سيارې په فضا کې د اوبو بخار موندلی دی. دوی وايي چې دا تر ځمکې وروسته لومړۍ سياره ده چې د ژوند بالقوه مرسته کوونکې ده.

https://p.dw.com/p/3PSEx
Entdeckung des Planeten K2 18-B
انځور: picture-alliance/T. Nyhetsbyran

فضانوردانو د ځمکې څخه دباندې په شمسي يا لمریز نظام کې د ژوند د لټې په ترڅ کې ښايي يو مهم پرمختگ کړی وي: فضانوردانو په لومړي ځل د يوې ډېرې لېرې پرتې سيارې په فضا کې د اوبو بخار موندلی. دا خبر د « نيچر استرونومي» په نوم تخصصي مجله کې په خپرې شوې څېړنه کې ورکړل شوی دی.

دغه سياره چې «کې ټو ـ ۱۸ بې» نوميږي، تر شمسي نظام دباندې ده او له ځمکې څخه ۱۱۰ نوري کاله لېرې ده. د نړيوالو څيړونکو ډلې وويل چې دغه څه يې د مشهور او ستر تليسکوپ «هپل» په مرسته موندلي دي.

د څېړونکو له ډلې څخه د لندن کالج انگیلوس څياراس په دې اړه وايي: «په يوې داسې نړۍ کې د اوبو موندل چې ښايي ژوند پکښې ممکن وي، ډېره هیجاني کوونکې خبره ده.» هغه زياتوي: «په دې توگه موږ د هغې بنسټیزې پوښتنې ځواب ته ورنزدې کيږو چې آیا د ځمکې په څېر کومه بله سياره شته؟»

د همدې څېړنې يوه بله محققه گیوانا تنيتي په دې اړه وايي: «موږ له دې موندنو څخه دا نتيجه نه شو اخیستلی چې د دغه باندنۍ سيارې پر مخ دې روانې اوبه موجودې وي، خو زه فکر کوم چې دا ښايي ممکن وي.»  د هغې په خبره پر دغه سياره د حرارت درجه د ځمکې له حرارت درجې سره ډېر ورته والی لري. 

«کې ټو – ۱۸ بې» سياره احتمالاً له سليکات څخه جوړه ده چې دغه عنصر د ځمکې د باندني قشر يا پوست او همدا راز د يخ ستره برخه جوړوي. دا سياره چې د «کې ټو – ۱۸» لمر په مدار کې گرځي، په ۲۰۱۵م کال کې د امريکايي تليسکوپ «کيپلر» په مرسته کشف شوې وه. «کې ټو – ۱۸» د لمر سترگه د ستورو په «زمري» مجمع النجوم کې يو کوچنی سور ستوری دی.

(BS/NZ (afp