آیا نن مو کوم څوک په غیږ کي نیولی؟
د جنورۍ ۲۱ مه نیټه د بغل کشۍ «په غیږکی نیولو» نړیواله ورځ ده. دا چي دا کار څه گټه رسوي په دغو انځورونو کي به ورته ځیر سو:
د «په غیږ کي نیولو ملي ورځ»
دغه ورځ په اول وار د ۱۹۸۶م کال د جنورۍ پر اوله نیټه د امریکا متحده ایالاتو د میشیگن په ایالت کي ولمانځل سوه. امریکايي آدم اولیس او کیون زابورني د دغې ورځي بڼسټ ایښودونکي دي. له هغه راهیسي نوموړې ورځ د نورو هیوادونو ترڅنگ، په کاناډا ، روسیې او آلمان کی لمانځل کیږي.
د مینې او محبت اظهار
د دغې ورځي نوښتگران وايي چي یو بل په غیږ کي نیول او په عمومي توگه د احساساتو ښکاره کول د انسان روغتیا ته گټه رسوي. دا ورځ دې ته زمینه برابر وي چی کورنۍ او ملگري یو وار بیا، یو بل په غیږ کی ونیسي او په دې ډول وښيي چي یو بل ته څومره گران دي او ارزښت ورته لري.
د شیانو په غیږ کي نیول صحیح نه وي
داسي ښکاري چي د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ترمپ ددې ورځي په اصلي معنی نه وي پوه سوی. دلته هدف په ښکاره ډول له انسانانو سره محبت کول او د هغوی په غیږ کي نیول دي، شیان یا اجسام په هغه کي شامل نه دي. بخښنه دي وي، مستر ترمپه!
په غیږ کي نیول صحت ته گټه رسوي
د ویانا د طب په پوهنتون کي د مغزو پلټونکي ددې خبري پخلی کوي چي سربیره پر دې، په غیږ کي نیول، صحت ته هم گټه رسوي. په غیږ کي نیول او یو بل ښکلول کیدای سي د ستریس په راکمولو کي مرسته وکړي، او د بیري کچه راکښته کړي. همدارنگه د ویني فشار راکموي او د بدن دفاعی سیستم قوي کوي.
د مینې پیغام
د په غیږ کي نیولو پر وخت د اوکسیتوسین په نامه د خوشحالۍ هورمونونه ترشح کیږي. دغه ډول هورمونونه د مثال په ډول، ماشوم ته د شیدو ورکولو پروخت د میندو په مغزو کي تشرح کیږي. په دې ډول د مور او ماشوم ترمنځ د میني او محبت اړیکي لا پسې ټینگیږي.
خو یوازي د مقابل لوري په توافق سره!
که څه هم د یو بل په غیږ کي نیولو له لاري ستریس راکمیږي، خو دغه عمل باید د دواړو لورو په توافق سره تر سره سي، که نه نو د خوشحالۍ د هورمون اوکسیتوسین پر ځای به د ستریس هورمون کورتیزول ترشح سي. که غواړي یو څوک په غیږ کي ونیسي، نو اول باید ژور فکر وکړي او که زړه نازړه یاست نو باید له مقابل لوري څخه اجازه واخلی.
د حیواناتو په منځ کي د مینې اظهار
یو بل په غیږ کي نیول په حیواناتو کي هم یو احساساتي عمل دی. هغوی هم د انسانانو په ډول یو بل په غیږ کي نیسي او ښکلوي. یو له بل سره نږدیوالی مخ په زیاتیدونکی ډول اعتماد او باور رامنځته کوي.
یوه تاریخي مچه
سړی په دې نه پوهیږي چی آیا د پخواني شوروي اتحار ولسمشر میخاییل گورباچوف به د آلمان د پخواني دیموکراتیک جمهوریت ولسمشر ایریش هونیکر څخه د دغه ډول مچولو په هکله پوښتنه کړې وي او آیا د هونیکر په بدن کي به د ستریس هورمونونه ترشح سوي وي او که څنگه ؟ خو یوه خبره معلومه ده او هغه دا چي ددغې تاریخي مچي تصویرونه په ټوله نړۍ کی خپاره سوي.
په غیږ کي نیول په ټولنه کي منل سوی عمل دی
هغه څه چي گورباچوف او هونیکر په ۱۹۸۹م کال کی کړي، د فرانسې جمهور رئیس ماکرون او د کاناډا صدراعظم ترودو بیا په دغه تصویر کي هغه ته ادامه ورکوي. له ډیره وخت راهیسي د سیاستوالو یو بل په غیږ کي نیول، کوم استثنايي عمل نه شمیرل کیږي.
د هنر له لاري د مینې اظهار
د نړۍ په هر کلتور کي د میني اظهار مهم دي. نو دا د تعجب ځای هم نه دی چي دغه احساس په هنر کي هم منعکس کیږي. د مثال په ډول لکه د ۱۸۹۹م کال په دغه انځور کي چی لیدل کیږي. د مچولو یا ښکلولو نړیواله ورځ هم سته چي هغه د جولای شپږمه نیټه ده. دغه ورځ په ۱۹۹۰م کال کي اول وار په بریتانيا کي ولمانځل سوه، په دې ډول نو د «په غیږ کي نیولو ورځ» تر هغه مخکي رامنځته سوې ده.