1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتريش: پناه غوښتونکو له يوې يخچالي لارۍ ځانونه آزاد کړي

۱۳۹۹ شهریور ۲۷, پنجشنبه

دا ډول پېښه په ۲۰۱۵م کال کې هم رامنځته شوې وه. هغه مهال په يوه يخچالي لارۍ کې ۷۱ مهاجر مړه موندل شوې وو. خو دا ځلې مهاجر توانيدلي ځانونه له لارۍ آزاد کړي.

https://p.dw.com/p/3iazN
Österreichische Polizei bei einer Anti Corona Demonstration in Wien
انځور: Franz Perc/picture-alliance

د اتریش په شمال کې ۴۰ مهاجر توانيدلي چې په وروستیو شيبو کې له يوې يخچالي لارۍ څخه ځانونه آزاد کړي. د پولیسو د معلوماتو له مخې دغه مهاجر چې شپږ ماشومان هم پکې دي، له سوريې،عراق او ترکيې څخه دي. د ماشومانو حالت نازک ښوول شوی دی.

ويل شوي چې دغه کسان وتوانیدل،چې د موټرچلونکي پام خپلې خواته وګرزوي او د لنډ وخت له پاره موټر ودروي.هغوی ويلي چې په دغه سفر کي د آکسيجن د کموالي سره مخ ول او مرگ خطر ورته متوجې وو. دغه لارۍ موټر چې هيڅ د هوا اخيستلو سیستم يې نه درلود ډير کسان په کی بې سده شوې ول.

ډېرو مهاجرو له لارۍ ټوپ وهلی

د پوليسو د معلوماتو له مخې دغه موټر يوه اونۍ مخکې په لايتا سيمه کې يو پل ته نږدي د لوي لارې څنډې ته موندل شوې. دغه ځای له ويانا ښار څخه څلويښت کيلومتره لیرې پروت دی .عيني شاهدانو ليدلې چې څرنګه ډير شمير انسانانو له لارۍ موټر څخه ښکته زمکي ته ټوپ واهه او تښتيدل. دغه سیمه يوې څرخي الوتکې له هوا څخه څارله او لاندي پولیسو کلابنده کړې وه.۳۸  پناه غوښتونکي د پولیسو له خوا ونیول شول، چې ډيرو ته باید روغتيايي مرستې رسیدلې وې.

اړونده موضوع:فرانسه: په یخچالي لارۍ کې اته افغانان موندل شوي

د پولیسو د معلوماتو له مخې ډير شمير پناه غوښتونکي په بیلا بیلو لارو له ترکيې څخه رومانیا ته راغلي، چې ډير وخت پرې تير شوې دی. دوي بيا هنګري سرحد ته نږدي ځنګل ته ليږدول شوي او هلته يوې لارۍ ته پورته شوي. د اتريش داخله چارو وزير کارل نيامر څرګنده کړې، چې د انساتي قاچاق او ناقانونه مهاجرت په وړاندي بايد په نړيواله کچه مبارزه وشې. د اتریش سیمه ايز جنايي دفتر د معلوماتو له مخې د انسانی قاچاق کچه لوړه شوی. د دوي د څارني هدف دا دې چې دغه ناقانونه جنايي شبکي وځپي.

سخته سزا

دغه وروستۍ پيښه د ۲۰۱۵م کال پيښې ياد تازه کوي. هغه مهال په يوې يخچالي لارۍ کې ۷۱ مهاجر پټ شوې وو،چې مړه وموندل شول. دغه موټر د اتریش په بورګن لند سيمه کې د يوې لوې لارې څنډې ته درول شوې وو. پوليسو هغه مهال ډير قاچاق کونکي نيولي ول. په هنګری کې يوې محکمې څلورغټو مجرمینو ته د عمر قید سزا ورکړې ده.

زموږ له آرشيف څخه: