1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا ته د «پي آی ای» پروزاونه بيرته پېل سوي

ګل غوټۍ پوپل | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۳ دی ۲۱, جمعه

د پاکستان دولتي هوايي شرکت PIA له څلور کلن ځنډ وروسته، اروپايي ټولني ته خپل پروازونه بيرته پیل کړل. خو د دغه هوايي شرکت الوتکې بریتانیې او امریکا متحده ایالاتو ته لا هم د پرواز اجازه نه لري.

https://p.dw.com/p/4p1gW
دغه شرکت ډیر پوروړی دی او له ډیره وخته راهیسي یې د کمروزې مديريت په اړه هم انديښنې موجودې وې.
اروپايي ټولنې ته د پاکستان د هوايي شرکت د پروازونو بیرته پیل کیدلانځور: Markus Mainka/picture alliance

 د «پاکستان نړيوال هوایی شرکت» يا «پي آی ای» لومړنۍ الوتکې تر څلور کلن ځنډ وروسته د جمعې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د جنورۍ ۱۰ مه) له اسلام آباد څخه د پاریس پر لور پرواز وکړ.

د اروپايي اتحادیې د هوايي چلند د خونديتوب ادارې (EASA) د ۲۰۲۰م کال په جون میاشت په اروپايي اتحادیه کې د پاکستان د هوايي شرکت د فعالیت جواز ځنډولی وو خو دغه بندیز د ۲۰۲۴م کال په نوامبر میاشت کې لغوه کړل شو.

 په آلمان کې اوسیدونکې، ۳۸ کلنه شمایله رانا چې یوه ښوونکې ده، وايي:«زه یو څه وارخطا یم او بیریږم، خو هیله لرم چې دا به یو ښه پرواز وي.»

له بې شمیرو ستونزو او د مړیني ډیرو پیښو وروسته پر دې شرکت باندې د ۲۰۲۰ کال په جولای میاشت کې اروپايي ټولنې، بریتانیا او امریکا متحده ایالاتو کې بندیز ولګول شو. له دې څخه یوه میاشت مخکې د پي آی ای د شرکت یوه Airbus A-320 الوتکه په کراچۍ کې راولویده چې ۱۰۰ تنه مسافر پکښي ووژل سول.

اړوند:

وروسته  داسي تورونه رامنځته سول چې ګواکې ددغه شرکت د پیلوټانو جوازونه تقریباً یو پر دریمه برخه جعلي او یا هم شکمن وو. په ۲۰۱۶ م کال کې هم د پي آی ای د شرکت یوه الوتکه د انجن د خرابید له امله رانسکوره سوه چې له امله یې ۴۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

د ۲۰۲۴ م کال په نوامبر کې د اروپا د هوایی چلند د خوندیتوب ادارې، د دې بندیز تر لغوه کولو وروسته وويل چې د پاکستان د ملکي هوایی چلند ادارې د څار پر ظرفيت زموږ باور بيرته پر ځای سوی دی. خو د دغه هوايي شرکت  الوتکې بریتانیې او امریکا متحده ایالاتو ته د پرواز اجازه اوس هم نه لري.

   د پي آي ای شرکت شاوخوا ۷۰۰۰ کارکوونکي لري او په تیره بیا په پاکستان کې داخلي او همدارنګه د خلیج سیمې او د جنوبي آسیا هیوادونو ته پروازونه ترسره کوي.

دغه شرکت ډیر پوروړی دی او له ډیره وخته راهیسي یې د کمروزې مديريت په اړه هم انديښنې موجودې وې.

په ۲۰۲۳ م کې دغه شرکت د ۲۷۰ میلیونو ډالرو (۲۶۲ میلیونه یورو) په ارزښت تاوان وکړ او مجبوره سو چې په لسونو داخلي پروازونه لغوه کړي، دا ځکه چې د تیلو اخیستل یې نور په وسه پوره نه وه.

د پاکستان حکومت له یو څه وخت راهیسي، د نوموړي شرکت د شخصي کیدو په اړه هلي ځلي کوي خو هیڅ کوم پانګوال نه سي پیدا کولای. د تیر کال په پای کې د خرڅلاو یوه هڅه هغه وخت ناکامه سوه،  کله چې داسي یو رپوټ خپور سو چې د الوتکې احتمالي رانیوونکي د غوښتل سوي قیمت یوازي یوه برخه پیشنهاد کړې وه. 

Gulghuty Popal
ګل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب