اروپایې اتحادیي یو وار بیا د بریګزیت مهلت غځولی دی
۱۳۹۸ فروردین ۲۲, پنجشنبهد بریتانیي د حکومت په غوښتنه د اروپایي اتحادیي د ۲۷ غړو هیوادونو مشرانو د چهارشنبې په ورځ (د اپریل میاشتې په ۱۰) په بروکسل کې یوه غونډه وکړه. په دې غونډه کې له اروپایي اتحادیي څخه د بریتانیي د وتلو د مهلت غځولو په هکله موافقه وشوه.
د دې مشروطې موافقې په اساس د بریتانیي حکومت به د اکتوبر میاشتې تر ۳۱ نیټې پورې وخت ولري. د دریو اونیو په ترڅ کې د دویم ځل له پاره اروپایي اتحادیي د بریګزیت نیټه تمدید کړه.
د اروپایي اتحادیي غړي هیوادونه او بریتانیا له دې پریکړې سره اراده لري چې له اروپایي اتحادیي څخه پرته له کوم تړونه د بریتانیي د وتلو مخه ونيسي.
له اروپایي اتحادیي څخه بې له کوم تړونه د بریتانيي وتل کیدای شوای هم د بریتانیي او هم د دغې اتحادیي د غړو هیوادونو له پاره درنې اقتصادي پایلې درلودلې وای. پخوانې مهلت د اپریل میاشتې په ۱۲ نیټه پای ته رسیده، په داسې حال کې چې د بریتانیي د وتلو موافقه د دغه هیواد د پارلمان له خوا تصویب شوې نه ده.
تاریخي مسئولیت
د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل د اروپایي اتحادیي د غړو هیوادونو د تاریخي مسئولیت خبره کړې وه. دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر اروپایې هیوادونه په ځانګړې توګه فرانسه له اروپایي اتحادیي څخه د بریتانیي د وتلو مهلت د غځولو په برخه کې زړه نا زړه وو.
د یادونې وړ ده چې حتی د یوه هیواد ویتو هم کولی شو د اروپایي اتحادیي د پریکړې مخه ونيسي او له دغې اتحادیي څخه بې له کوم تړونه د بریتانیي د وتلو سبب شي.
د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون د اروپایي اتحادیي د غړو هیوادونو د مشرانو په سرمشریزه کې حتی بی له تړونه د بریتانیي د وتلو خبره کړې وه. خو اوس د دې غونډې په پای کې ماکرون هم د اکتوبر میاشتې تر پایه پورې د دغه مهلت له غځولو سره موافقه کړې ده.
دویچه ویله فارسي/ ش. ن