افغانستان او هندوستان څلور تړونونه لاسلیکوي
۱۳۹۱ آبان ۱۹, جمعهپه پلان کې ده چې ولسمشر کرزی به د جمعې په ورځ هندوستان ته خپل څلور ورځینی سفر پیل کړي. په دې سفر کې به د افغان ځواکونو په روزنه کې د هندوستان د نقش پر لا پیاوړی کیدو باندې خبرې وشي. د دې تر څنګ به د ولسمشر کرزي په همدې سفر کې هندوستان او افغانستان په بیلا بیلو برخو کې څلور تړونونه لاسلیک کړي.
ولسمشر کرزی به د خپل سفر په پیل کې په ممبیې کې له یو شمیر هندي پانګوالو سره وویني او هغوی به په افغانستان کې د لا ډیرې پانګونې له پاره وهڅوي. افغان ولسمشر به د دوشنبې په ورځ په نوي ډهلي کې له لومړي وزیر من موهن سنګهـ سره وویني.
هندوستان ته د ولسمشر کرزي تر سفر مخکې هندوستان سل میلیونه ډالر په افغانستان کې په کوچنیو پروژو کې د پانګونې له پاره ځانګړې کړې دي. په دې ترتیب سره په تیرو لسو کلونو کې له افغانستان سره د هندوستان د مرستو کچه له دوه میلیارد ډالرو څخه لوړه شوه.
په هندوستان کې د افغانستان د سفارت ویاند زلمي وفامل، وویل: «د کانونو، ځوانانو د اړیکو، وړوکو پرمختیایي پروژو او د کیمیاوي سرې په برخو کې به څلور تړونونه د دوشنبې د ورځې تر خبرو اترو وروسته لاسلیک شي.»
نوموړي افغان چارواکي زیاته کړه: «پر دې سربیره به هندوستان کې د هغو افغان امنیتي ځواکونو د شمیر پر لوړیدو باندې هم خبرې اترې وشي چې په دې هیواد کې روزنې تر لاسه کوي.»
هندوستان او افغانستان تیر کال د دوه اړخیزو همکاریو یو ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې هندوستان افغان امنيتي ځواکونه روزي.
رسنیو همداراز خبر ورکړی دی چې هندوستان غواړي د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه کې خپله ونډه ډیره کړي. په دې ترڅ کې به د هندوستان په بیلابیلو پوځي روزنیزو مرکزونو کې د افغان امنیتي ځواکونو شمیر لوړ شي.
که څه هم هندوستان موافقه کړې ده چې افغان امنیتي ځواکونه به وروزي، خو د دې کار له پاره باید پخپله افغانان هندوستان ته ولاړ شي. دا په دې معنی چې هندوستان داسې کومه پریکړه نه ده کړې چې له مخې خپل روزونکي یا سرتیري افغانستان ته واستوي.
هندوستان ته د افغان ولسمشر کرزي سفر په یوه ډیر حساس وخت کې ترسره کیږی. په پلان کې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې به له افغانستان څخه ټول بهرني جنګي سرتیري ووځي او د دې هیواد ټول امنیتي مسوولیتونه به پخپله افغانانو ته وسپارل شي.
هندوستان تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د یاغیانو د نفوذ د زیاتیدو له کبله اندیښنه لري او له همدې کبله یې د افغان امنیتي ځواکونو له روزنې سره خپله لیوالتیا ښوولې ده.
مسعود جهش (د المان خبري آژانس)
کتونکی: سید ریاض