1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يخي هوا او طبیعي پېښو له امله تر ۱۵۰ ډېر کسان مړه شوي

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ بهمن ۳, دوشنبه

د طالبانو ادارې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت خبر ورکړی دی چې په افغانستان کې ورښتونو، یخې هوا او طبیعي پېښو نږدې ۱۵۰ کسان وژلي. په کونړ کې بیا د سینه بغل ناروغۍ له امله ۲۲ کسان مړه شوي.

https://p.dw.com/p/4MaxQ
Afghanistan Kältewelle
انځور: ATIF ARYAN/AFP

سږ کال په افغانستان کې سوړ ژمی دی، پرلپسې ورښتونو، واورو او سختۍ یخنۍ د خلکو ژوند ته جدي ګواښونه پېښ کړی دی.

د طالبانو ادارې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیع الله رحیمي دویچه ویل ته وویل، چې په تېرو څو اونیو کې د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د يخي هوا او طبیعي پېښو له امله ۱۲۶ کسان مړه شوي دي.

اړوند مطلب:چارواکي: يخي هوا په افغانستان کې ۷۰ کسان وژلي

نوموړی وایي: «يخي هوا، سلابونو او ګاز نیونې له امله د مرغومي مياشتي له ۲۰ څخه تر اوسه د هيواد په ۲۴ ولایتونو کې تر ۱۲۶ کسان  مړه شوي دي.»

رحیمي وایي، په بدخاشان په پامیر کې یوه نوي ډول ناروغي خپره شوې ده، چې ۲۱ کسان يې مړه کړي. هغه وایي، د اغان بنسټ سره په همکارۍ یې د تاجیکستان هېواد له لارې پامیر ته روغتیایي ټیمونه لیږلې دي.

د طالبانو ادارې بیړنیو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند زیاتوي چې د يخي هوا او طبیعي پېښو له امله زیانمو کورنیو ته یې د ملګرو ملتونو او یو شمېر مرستندویه بنسټونو په همکارۍ بیړنۍ مرستې رسولې دي او لا هم د مرستو رسول دوام لري.

Afghanistan | Mangelernährung
انځور: Hector Retamal/AFP/Getty Images

په همدې حال کې د سړې هوا له امله په ځينو ولایتونو کې خلکو ته نتفسي ناروغۍ پیدا شوي او یو شمېر کسان یې مړه کړي.

ځایي رسینو د کونړ د عامې روغتیا رئیس مظفر مخلص له قوله خبر ورکړی دی چې د دغه ولایت ولایتي روغتون ته په وړل شویو د سینه بغل ناروغانو کې ۲۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اړوند مطلب: په ژمې کي د روږدو کسانو د مړينو زياتېدو په اړه انديښنه

په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ سره بیکاري او بې وزلي زیاته شوې ده، چې اقتصادي ستوونزو او په افغانستان کې سخت ژمي خلکو ته سختې ستوونزې پیدا کړې دي.

په دې وروستیو کې له اړمنو خلکو سره د یو شمېر نړیوالو مرستندویه بنسټونو مرستې هم له دې امله محدودې شوې دي، چې د طالبانو ادارې څو اونۍ وړاندې په مؤسساتو کې د ښځو پر کار او دندو بندیز ولګوه.