You need to enable JavaScript to run this app.
محتوا ته تګ
اصلي مینو ته تګ
د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټول ویډیويي راپورونه
سیمې
افغانستان
آلمان
آسیا
اروپا
منځنی ختیځ
امریکا
موضوعګاني
مهاجرت
بشري حقونه
چاپیریال
برخي
سیاست
اقتصاد
ټولنه او فرهنګ
پوهه
مهمي موضوعګاني
په افغانستان کې د ښځو حقونه
پښتونخوا
ټول ویډیويي راپورونه
تلویزیون په ژوندۍ بڼه
اعلان
افغانستان
د د دې موضوع په اړه ټول مطالب له برخې تیريدل
د دې موضوع په اړه ټول مطالب
داعش په هرات کې پر مسجد د حملې مسئولیت منلی
داعش په هرات ولایت کې د شیعه ګانو پر یو مسجد د وسله والې حملې مسئولیت منلی دی.
قوشتپې کریکټ ملي جام په کابل کې پیل شو
د افغانستان کریکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ کابل کې «قوش تېپه ملي شل اوریز جام» د پېلیدو خبر ورکړی دی.
نیوزیلند له افغانستان سره ټیست لوبه کوي
د نیوزیلند کریکټ ادارې ویلي دي چې له افغانستان سره به د روان کال په سپتمبر میاشت کې ټیست لوبه وکړي.
محکمه: د افغانانو غیابي نکاح په آلمان کې اعتبار لري
په آلمان کې یوې محکمې پریکړه وکړه چې په افغانستان کې د یوه طرف په غیاب کی تړل سوې نکاح په آلمان کې هم اعتبار لري.
جنسي تاوتریخوالی؛ د اعتراض کوونکو پر وړاندې د فشار وسیله ده؟
د طالبانو په زندانونو کې پر ښځو د جنسي تيري رپوټونه ورکړل شوي. آیا طالبان دا پر اعتراض کوونکو ښځو د فشار لپاره کاروي؟
افغانستان کې د پولیو واکسین څلور ورځني کمپاین پیل
افغانستان کې نن دوشنبه د ګوزڼ ضد واکیسن څلور ورځینی کمپاین پیل شو. تیر کال په دغه هیواد کې شپږ مثبتې پیښې ثبت شوې وې.
سور صليب: افغانستان امن شوی خو ناهيلۍ پکښې زياتې شوي
سور صلیب او سره میاشت وايي چې په افغانستان کې خلکو کې د ناهيلۍ او خفګان سطحه لوړه شوې ده.
د افغانستان فوتسال ټيم نړېوال جام ته ووت
د افغانستان د فوتسال ملي ټیم په «پلې آف» کې د قرغزستان ملي ټيم ته ۵ د ۳ پر وړاندې ماتې ورکولو سره نړېوال جام ته ووت.
شيوګو: افغانستان ميشته ترهگرې ډلې منځنۍ اسيا ته گواښ دي
د روسيې دفاع وزير وايي منځنۍ اسيا ته اصلي ګواښ د هغو تروريستي ډلو له خوا پېښ دی چې په افغانستان کې حضور لري.
له راستنېدونکو سره د اروپايي ټولنې ۱۷ میلیونه یورو مرسته
افغانستان له پاره د اروپايي ټولنې استازولي هېواد ته ستنو شویو افغانانو سره ۱۷ میلیونه یورو مرسته کوي.
«د پاکستان د پولیسو له بنده ۶۳ افغانان ازاد شوي دي»
د پاکستان کراچۍ ښار کې د طالبانو د قونسلګرۍ چارواکیو د دغې هېواد د پولیسو له بنده د ۶۳ افغانانو د ازادولو خبر ورکړی دی.
ايران او پاکستان د افغانستان مېشتو وسلوالو پرضد جبهه جوړوي؟
ايران او پاکستان هوډ څرګند کړی دی چې د افغانستان میشتو وسله والو پر ضد به د يوې «متحدې جبهې» له لارې هلې ځلې ډېرې کړي.
طالبانو په اول وار د اقلیمي بدلون په غونډه کي گډون وکړ
طالبانو له بيا واک ته رسیدو راهیسي په لومړي ځل د اقلیمي بدلون په غونډه کي گډون وکړ.
امریکا وايي په افغانستان کې بشري حقونه خوندي نه دي
د امریکا بهرنیو چارو وزارت افغانستان کې د بشري حقونو په اړه اندېښنه ښودلې، وايي طالبان اوس هم له بشري حقونو سرغړونه کوي.
وسله والو د پاکستان په لوېدیځ کې د ګمرک مامورین وژلي
پاکستاني چارواکو له افغانستان سره د پولو په اوږدو کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو خبره کړې ده.
له پاکستانه د بېرته ستنو شوو افغان کورنیو ستونزې
یو سازمان وايي له پاکستانه په جبري توګه افغانستان ته ایستل شوي ۲۵۰زره افغان ماشومان، تعلیم، خوړو او سرپناه ته اړتیا لري.
افغانستان؛ د طبیعي پېښو له امله یوه اونۍ کې ۷۰ کسان مړه شوي
افغانستان کې د طالبانو ادارې خبر ورکړی دی چې تېره یوه اونۍ د طبیعي پېښو له امله ۷۰ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
افغانستان: د ښځو پر کار بندیز او يوټيوبرۍ ته مخه کول
د طالبانو له خوا محدوديتونه د دې سبب شوي دي چې له رسنيو، تلویزيون او يا فلم سره تړاو لرونکې ښځې يوټيوب ته مخه کړي.
طالبان: له پاکستان څخه ۵۵۵ افغانان په جبري ډول اخراج شوي
په افغانستان کې د طالبانو ادارې خبر ورکړی دی چې تېره ورځ پاکستان ۵۵۵ افغانان په جبري ډول له هغه هېواد څخه ايستلي دي.
طالبانو ولې د دوو خصوصي تلویزيونو فعاليت درولی؟
طالبانو په کابل کې د «نور» او «بريا» په نوم دوو تلویزيونونو فعاليت متوقف کړی دی.
افغانستان کې اورښتونو او سېلابونو مرګ ژوبله اړولې
په افغانستان کې د تیرو څو ورځو له موسمي بارانونو وروسته په راغلو سېلابونو کې تر ۳۰ ډېر کسان مړه شوي دي.
افغانستان: اورښتونو او سېلابونو د ډېرو کسانو ژوند اخيستی
د کابل په شمول په ټول افغانستان کې د سختو اورښتونو په پايله کې په راغلو سېلابونو کې تر ۳۰ ډېر کسان مړه شوي دي.
په آلمان او افغانستان کې د جوماتونو توپیر په څه کې دی؟
تنوع او د بیلابیلو مذهبونو لمونځ په یوه ځای کې، د ماشومانو له پاره د لوبو خونه او د ښځو له پاره د عبادت ځانګړي ځایونه هغه څه دي چې د آلمان په ډیر شمیر جوماتونو کې لیدل کیږي. په دې ویډیوي راپور کې مو د بن په ښار کې یوه جومات ته بیایو.
افغانستان کې محدویتونو،کلتوري جشنونه اوهنر څومره اغیزمن کړي؟
اخترونه، کلتوري جشنونونه او ځیني مذهبي مراسم تر ډیره هغه موضوعات دي چې افغانان په یوه ټغر سره راټولي.
پاکستان: افغانستان سره پر پولې کړکېچ خلک کډوالۍ ته اړ کړي
سید محمد کاظمي پرېکړه وکړه، چې د خپلې کورنۍ له ۱۲ غړو سره یوځای له کرمې ایجنسۍ څخه اسلام آباد ته پناه یوسي.
په کډوالۍ کې د اختر لمانځل
راځئ وګورو چې د کابل پوهنتون یو پخوانی استاد فیض الله جلال چې جرمني ته نوی کډوال شوی دی،کوچني اختر څنګه لمانځي؟
د پناه غوښتنې په نوي اصلاح شوي قانون کې څه راغلي؟
نوي مقررات به د پناه غوښتونکو او کډوالو له پاره شرايط سخت کړي.
مجاهد: کندهار کې ملا هبت الله د اختر لمانځه امامت کړی
د طالبانو د ادارې په حواله ملا هبت الله د په زرو نورو افغانانو سره یوځای د چارشنبې په ورځ د کوچني اختر لمونځ ادأ کړ.
پاکستان د اختر امنيت له پاره له ۱۰۰زرو ډېر ځواکونه ګمارلي
پاکستاني چارواکو وايي چې د اختر ورځو د امنيت له پاره يې له سل زرو ډېر عسکر او ملیشه ځواکونه په دندو ګمارلي دي.
په درو مياشتو کې ۱۰ زرو افغانانو په آلمان کي پناه غوښتې
په جرمني کي د پناه غوښتنې دعریضو شمیر د تیر کال همدغه وخت په پرتله ، د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ ربع کي په ښکاره ډول راکم سوی .
په المان کې افغانان اختر ته څه ډول چمتووالی نیسي؟
. افغانستان کې د جمهوري حکومت له ړنګېدو وروسته دې هېواد ته په قانوني او ناقانونه لارو د تلونکو افغانانو شمېر ډېر شوی.
د هرات زلزله ځپلو ماشومانو ته ښوونځي جوړ شوي
دغه ماشومان اوس مهال له کانتینرونو او خیمو جوړو لنډمهاله ټولګیو کې زدکړې کوي.
آیا له افغانستانه اوس هم د ناقانونه کډوالۍ شمېر لوړ دی؟
د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي په تیره یوه لیسزه کې تر ۶۳ زره ډېر کسان د مهاجرت په مسیر کې مړه یا لادرکه شوي دي.
د پاکستان حکومت: له «ټي ټي پي» سره د خبرو هیڅ اراده نه لرو
یوه ورځ مخکې تر دې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال د خبرو له لارې د ستونزو د حلولو مشوره ورکړې وه.
«پر چینايي انجینیرانو د برید په تړاو افغانان هم نیول سوي دي»
پاکستان: پر چینايي انجینیرانو د برید په تړاو د افغانانو ښه شمول ۱۲ تنه نیول سوي دي
روسیه ولي غواړي طالبان د ترهگري سازمانونو له لیست څخه وباسي؟
د روسیې خارجه وزارت د ترهگر سازمانونو له لیست څخه د طالبانو د حذفولو موضوع ارزیابي کوي
غزني: د ماین چاودنې نهه ماشومان وژلي
د غزني ولایت چارواکي وايي چې له جګړو پاتې د یوه ناچاودل شوي ماین په چاودنه کې نهه ماشومان وژل شوي دي.
مجاهد: د امریکایانو په شمول یو شمیر بهرني زندانیان لرو
طالبانو ویلي چې د دوو امریکايي اتباعو په شمول یو شمیر بهرني وګړي له دوی سره زندانیان دي.
خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي
چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا کې د درنو ورښتونو له کبله اته تنه چې ډېری ېې ماشومان دي مړه شوي او ۱۲ کسان ټپيان شوي دي.
په افغانستان کې د ۳ معترضو نجونو نیول او د یوې تښتول
ځینو سرچینو د کابل په برچي سیمه کې د درېو معترضو نجونو د نیول کيدو خبر ورکړی دی.
ای پي ایل؛ کلکتې لوبډلې د الله محمد غضنفر هرکلی کړی
د افغانستان ملي لوبډلې ورو توپ اچوونکی الله محمد غضنفر د ۲۰۲۴م کال د هند غوره لیګ سیالو کې له کلکتې لوبډلې سره ولوبېږي.
شري ناروغۍ په افغانستان کې په لسونو کسان وژلي
یونیسف وایي چې په تیرو درو میاشتو کې د شري ناروغۍ په افغانستان کې په لسونو کسان وژلي دي.
«افغانستان د اوبو له شديد بحران سره مخامخ دی»
ملګرو ملتونو د یوه رپوټ په خپرولو سره ويلي چې د افغانستان ۷۹ سلنه نفوس د اوبو په کافي اندازه سرچينو ته لاسرسی نه لري.
داعش ډلې کندهار کې د پنجشنبې ورځې برید مسئولیت منلی
د داعش په نوم وسله والې ډلې کندهار کې د نوي کابلبانک ځايي څانګې مخې ته د پنجشنبې د ورځې د برید مسئولیت منلی دی.
پاکستاني چارواکي ولې د طالبانو پر وړاندې تنده لهجه کاروي؟
د پاکستاني طالبانو پر سر پاکستاني چارواکي د طالبانو پر وړاندې تنده لهجه کاروي.
د افغان نجونو له پاره تلویزونې زده کړې
په پاریس کې د «بیګم» تلویزون هڅه کوي د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړې د بندیز وروسته له افغان ښځو سره مرسته وکړي.
کندهار کې د چاودنې له امله درې کسان وژل شوي دي
افغانستان کې د طالبانو ادارې چارواکیو منلې، چې کندهار ښار کې نوي کابل بانک سره نیږدې چاودنه شوې چې درې کسان پکې وژل شوي.
په ميليونونو خلکو د نوروز جشن ولمانځه
د افغانستان پخوانيو ولسمشرانو اشرف غني او حامد کرزي خلکو ته د نوي لمریز کال د پېليدو او د نوروز د جشن مبارکي ویلې ده.
«د تخليې پر وخت د ګډوډۍ عامل د بایدن ادارې ناکام پلان وو»
د امریکا دوه جنرالان چې له کابله ېې د تخلیې پروسې څارنه کړې، د بایدن اداره تورنوي چې ناکام پلان ېې د ګډوډۍ لامل شو.
افغانستان؛ پر بزکشۍ ولې پانګونه ډېره شوې؟
په افغانستان کې د اوسنیو حاکمانو واک ته تر رسیدو وروسته د بزکشۍ پر سيالیو په میلیونونو ډالر پانګونه کیږي.
مخکينۍ پاڼه
د 200 پاڼو څخه 9
بله پاڼه