البانیا ۱۸ افغان مهاجر نیولي دي
۱۳۹۵ تیر ۱۴, دوشنبهد اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د البانیا پولیسو ۱۸ افغان مهاجر نیولي دي چې په غیر قانوني توگه د دوی خاورې ته ننوتي وو. زیاته شوې ده چې دغو افغانانو غوښتل چې له البانیا څخه کوزوو ته ولاړ شي او د هغه ځایه بیا د لویدیځي اروپا پر لور سفر وکړي.
د رپوټ له مخې دغه افغانان په یوه کوچني مني بس کې سپاره ول چې د پولیسو له لوري د کوزوو پولې ته څیرمه ودرول شول.
د پولیسو له لوري په خپره شوې بیانیه کې وړاندې راغلي دي چې پر دې سربیره نور پنځه البانویان او یو افغان په غیر قانوني توگه د پولې څخه د دغو کسانو د تیرولو د سازماندهۍ په تور نیول شوي دي.
اتلس نیول شوي کډوال د مهاجرو کمپ ته بیول شوي او په زیات احتمال سره به د قانوني چارو د تر سره کیدو وروسته بیرته یونان ته واستول شي.
البانیا تر اوسه د لویدیځې اروپا پر لور د مهاجرو د تیریدو لویه لار یا اصلي مسیر نه وو.