امريکا: د روسیې په پرتله چين ستر او اوږدمهاله خطر دی
۱۴۰۱ خرداد ۶, جمعهد امريکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزير انتوني بلينکن د پنجشنبې په ورځ په جارج واشنګټن پوهنتون کې د وينا پر وخت وويل: «چين داسې يو هيواد دی چې د خپلو نظرياتو له مخې د نړيوال نظم د پلي کولو خپلې موخې ته د رسيدو له پاره غواړي چې اقتصادي، تخنيکي، پوځي او سفارتي وسيلې په خپله خوښه وکاروي.»
بلينکن په خپله وينا کې د چين په اړه د امريکا د حکومت تګلارو ته په اشارې سره د اقتصادي سيالۍ او پوځي ګټو ترمنځ د انډول ساتلو د هڅو يادونه وکړه.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير وويل چې روسيه خو د نړيوال نظم له پاره فوري خطر دی، خو که په اوږدماله توګه ورته وکتل شي نو چين د نړيوال امنیت د زيانمولو لا زياته وړتيا لري. بلينکن وويل: «د نړيوال نظام تهدابونو ته دمګړۍ درانه او دوامداره خطرونه متوجه دي.»
پر اوکراين تر يرغل دمخه روسیې له چین سره «يو غير محدود» امنيتي تړون لاسليک کړی وو. دواړو هيوادونو د خپل منځي همکارۍ د بڼې په اړه يوه مفصله اعلامیه هم جاري کړې وه.
د بلينکن د وينا موخه څه ده؟
امريکا غواړي چې د چین د مقابلې او د دغه هيواد د پرمختګ د مخنيوي په موخه هره لاره چاره وکاروي چې د يو شمیر دوستانو او متحدينو په ګډون پکې وسايل، پوځ او نورې وسيلې شاملې دي.
امریکايي چارواکي دا خبره مني چې د چين مخ پر زياتيدونکو اغیزو او اهدافو ته يې د رسېدو د مخنيوي له پاره ډېر څه بايد وشي. امريکا د چين په شا او خوا کې د داسې يوه ستراتيژيک چاپيريال رامنځته کولو ته ليوالتيا لري چې د چين مشران یې په احاطه کې خپلې پريکړې ترسره کړي.
بلينکن وويل چې متحدينو چې په اوکراين کې د روسیې د مقابلې له پاره کومه طريقه خپله کړې ده، هغه په راتلونکي کې د چين د ننګونو سره د مقابلې له پاره يو ښه ماډل ثابتيدلای شي.
بلينکن وويل: «دا چې موږ پوتين خپلو اهدافو ته له رسېدو ايسار کړ، نو موږ په دې توګه د نورو هيوادونو د مخنيوي او د هغوی له اړخه متوجه ننګونو ته ځواب ويلو په لړ کې خپلې مټې په کافي اندازه پياوړې کړي دي. د نړۍ نورو هيوادونو د يوې بلې نړيوالې جګړې او د اتومي قدرتونو ترمنځ د ټکر څخه ډډه کړې ده.»
د چين په تړاو د امريکا ستراتیژيکي تګلاره
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن څو ورځې ترمخه جنوبي کوريا او جاپان ته سفر وکړ. په دواړو هيوادونو کې د خبرو اترو په ترڅ کې چين يوه مهمه موضوع وه.
د بايدن ادارې هم د چين پر وړاندې د مخالفت يا دښمنۍ هغو تګلارو ته دوام ورکړی چې د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ په دوره کې پېل شوې وې. دا تګلارې په سنکیانګ ایالت کې د اويغور مسلمان اقليت، تبت، د چين په جنوبي سمندرګي او په هانک کانګ کې د ديموکراسي خوښوونکو پر ضد د چين د حکومت د اقداماتو په نظر کې نيولو سره جوړې شوې وې.
بلينکن د پنجشنبې د ورځې په خپله دغه وينا کې په ځانګړي توګه د اويغور مسلمانانو يادونه وکړه چې د واشنګټن په حواله یې چين نسل وژنه پېل کړې ده.
د آسيا د خپل وروستي سفر په ترڅ کې بايدن په څرګندو ټکو سره ويلي ول چې که چيري چین پر تایوان د بريد هڅه وکړي، نو امريکا به د تايوان دفاع وکړي. چين تايوان خپله برخه او ملکيت ګڼي.
که څه هم چې امریکا له تایوان سره رسمي اړيکي لري، خو دغه هيواد له ۱۹۷۹م کال راهيسې د «ون چاينا» يا «واحد چين» تګلاره عملي کوي. امريکايي چارواکي په دې آند دي چې د تایوان په اړه د بایدن پر څرګندونو سربیره هم د تايوان په اړه د واشنګټن په تګلارې کې کوم تغیر نه دی راغلی.
بلينکن هم په خپله وينا کې دا خبره تائید کړه او یې ويل چې «موږ د تايوان آزادي په رسميت نه پيژنو.»
ب. ص/ ن. ز ((AP,AFP,Reuters, DW Urdu
زموږ له آرشيف څخه: