امريکا په زرونو پناه غوښتونکي بیرته استوي
۱۳۹۸ بهمن ۱۱, جمعهد امريکا متحده ايالاتو د مهاجرت ادارې له يوه کال راهيسي کولې شی هغه ناقانونه مهاجر،چې د مکسيکو له لارې امريکې ته راغلې بيرته مکسیکو ته وليږې.
امريکا په تيرو ۱۲ مياشتو کي تر ۶۲ زره زیات پناه غوښتونکي بیرته مکسیکو ته لېږلي دي، چې هلته د خپلو پناه غوښتلو دوسیو د څيړلو پايلو ته انتظار وکړي. د مکسیکو د مهاجرت ادارې د اعلان له مخې، د موقت پروګرام پروتوکول چې يو کال تر مخه د پناه غوښتونکو د حمایت په نامه په ۲۰۱۹م کال د جنوري مياشتې پر ۲۹ اجرا شوی، يو کال وروسته يې عملي کيدل ښيې.
په مکسیکو کي د پناه غوښتنکو انتظار
د دغه پروتوکول تر عملي کيدو وروسته هغه پناه غوښتونکي او مهاجرين چې پرته له ضروري اسنادو وغواړي د مکسیکو سرحد له لارې امريکا ته ننوزي، د پناه غوښتنه او يا دغه هيواد ته د ورتللو له پاره کومه بله لار ولټوي، کيدای شی بیرته مکسیکو ته وروګرزول شي او د خپلې دوسيې څيړلو تر پايه هلته انتظار وکړي.
تر ډيره دغه کسان له دریو هيوادونو ګواتمالا،هندوراس او السالوادور څخه دي، چې په مرکزي امريکا کي د «شمالي مثلث» په نوم یاديږي. دوی له فقر، بيوزلۍ او تاوتريخوالي څخه تښتي او د مکسیکو له لارې امریکا ته ځي.
ځيني وخت دوی په مياشتو د مکسیکو په سرحدي ښارونو کي په امريکا کې د قبلیدلو له پاره په ډير کم اميد سره د محکمي پريکړې ته انتظار کوي.
د بې سرحده ډاکټرانو د رپوټ له مخې په دې ښارونو کي دغه کسان په ډيرو ناوړه شرايطو کې د داړه مارو باندونو څخه په هميشنۍ ويره کې ژوند کوي.
د همدغه رپوټ له مخې، کابو ټولو دغو کسانو په دغه دوره کې تاو تريخوالی تجربه کړی او حتي د هغوی ډير اختطاف شوی دي.
د مهاجرت نړيوال سازمان د رسمي ارقامو له مخې، د مکسیکو او امريکا په سرحدي سیمو کي په تير ميلادي کال کي له دغه پناه غوښتونکو څخه ۴۹۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
وروسته له هغي چې د امريکا متحده ايالاتو جمهوررئیس دونالد ترمپ، له مکسیکو څخه پر وارداتي توکو د ګمرکي تعرفي لوړولو ګواښ وکړ، دواړو هيوادونو په تيرکال کي يو پريکړه ليک امضا کړ.
د دغه پريکړه ليک له مخې مکسیکو ژمنه وکړه چې امريکا ته به د خپلو سرحدي ځواکونو پر مټ مهاجرت کنترول کړي. له هماغه وخت راهیسې د مکسیکو له لارې امریکا ته د ناقانونه پناه غوښتونکو ورتګ کي د پام وړ کمښت راغلی دی.