انځورونه: د سوداگرۍ د ودې له پاره د افغانستان او هند گډ نندارتون
افغانستان او هند په کابل کې د خپلو بېلابېلو تولیداتو یو نندارتون جوړ پرانیست. په دغه نندارتون کې په ۵۰ غرفو کې مختلف محصولات نندارې ته وړاندې شوي دي. د نندارتون موخه د دوه اړخیزو سوداگریزو اړیکو پراخول دي.
په کابل کې دغه جوړ شوی نندارتون د افغان چارواکو او هندي دیپلوماتانو له لورې پرانیستل شو.
افغانستان خپل مهم محصولات په دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړل. په دغه انځور کې د افغانستان د زغفران غرفه ښکاري.
هندوستان هم خپل په زړه پورې تولیدان په دغه گډ نندارتون کې نندارې ته ايښي ول.
افغان تولیدونکو په دغه نندارتون کې هڅه وکړه چې د خپلو محصولاتو له پاره په هند کې بازاریابي وکړي.
د افغانستان زراعتي او د باغدارۍ محصولات د هندي سوداگرو د توجه وړ وگرځیدل.
په لومړۍ ورځ ډیری کسان د دغه نندارتون نندارې ته راغلې وو او په دهلیزو کې په سختې سره تگ راتگ کیدای شو.
په دغه نندارتون کې افغان میرمنو هم د خپلو لاسي صنایعو له پاره یوه غرفه پرانیستې وه.
په دغه نندارتون کې د افغانستان وچې میوې ډیر لیدونکي درلودل.
وچه میوه د افغانستان له مهمو صادراتي اقلامو څخه شمیرل کیږي. د هند بازارونه هم د افغانستان له وچې میوې څخه استفاده کوي.
په دغه نندارتون کې افغان او هندي سوداگرو له یو بل سره د خپلو تولیداتو او د کار ډول په هکله نظرونه شریک کړل.
په دغه نندارتون کې د هندي شرکتونو زراعتي او برقي وسایلو د ډیرو خلکو پام خپل ځان ته راوړلی دی.