انځورونه: د سولې له پاره کنسرت
یو شمیر افغان او د سیمې هیوادونو سندرغاړو په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامینیدو له پاره کنسرت ورکړ. د دغه کنسرت لیدو ته چې په کابل کې جوړ شوی وو ډیر شمیر افغانان راغلي ول.
د شنبې او یکشنبې په ورځو د کابل باغ بابر د افغان، هندي، پاکستاني او تاجیکستاني سندرغاړو کوربه وو. دغو سندرغاړو د سولې له پاره سندرې وویلي. (د تاجیکی سندرغاړې فریدې انځور)
د دغه کنسرت ډیر شمیر سندرغاړي او لیدونکي ځوانان ول. دغه کنسرت د «شانه به شانه» یا «د سولې کنسرت» تر نوم لاندې جوړ شوی وو. (د افغانې رپ ویوونکې پردیسه انوري انځور)
په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې د سولې په ویاړ ډیر کنسرتونه جوړ شوي دي.
تر دې مخکې په کابل کې افغان او پاکستاني سندرغاړو د سولې له پاره یو کنسرت ورکړی وو. پاکستاني سندرغاړي زیک افریدي په وروستي کنسرت کې د خپلو سندرو پر مهال د کابل ستاینه وکړه. هغه وویل: «دا زما د ژوند یو یادگار دی چې په افغانستان کې مې سندرې وویلې.»
هندۍ رپرې بیگم ایکس، هم په دې کنسرت کې گډون کړی وو. هغې وویل: «دا کار د ملیتونو د نزیدوالي له پاره ډیر گټور دی.» (انځور د تاجیکۍ سندرغاړې فریدې)
افغانې سندرغاړې آریانا سعید هم به دې کنسرت کې سندرې وویلې. هغې په خپلې فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي: «دا چې نن مې د کابل په باغ بابر کې د میندو او خویندو له پاره سندرې وویلې، ډیر ښه احساس لرم.»
میرمن سعید د دې کنسرت پر مهال وویل: «دغه کنسرت کیدای شي چې د افغانانو له پاره د سولې او یووالي پیغام ورسوي.»
په «شانه به شانه» کنسرت کې ډیر شمیر نجونو گډون کړی وو. په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال موسیقي منع کړای شوې وه.
د دغه کنسرت پر مهال د کابل د باغ بابر په سیمه کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي ول. د کنسرت گډونوالو سندرغاړو وویل چې د سولې له پاره به په راتلونکې کې هم کنسرتونه ورکړي.