انځورونه: د نړۍ ښايسته فرهنگي ميراثونه
له ۴۰۰۰ انځورونو څخه چي مينوالو د يونيسکو د نړيوالو فرهنگي ميراثونو څخه اخيستي دي ۱۱ ئې تر ټولو ښه غوره سوي دی. دغه انځورونه به د دويچه ويله په آلبوم کي ووينئ.
په هند کي تاج محل
د تاج محل انځور د کلمبيا عکاسي ساندرا اخيستی دئ. تاج محل د آگرا ښار ته نژدې جوړ سوی او له ۱۹۸۳م کال راهيسي د نړۍ په فرهنگي ميراثونو کي شمېرل کيږي.
په اردن کي د روم دره
دغه دره چي په اردن کي د مياشتي په درې هم مشهوره ده له ۲۰۱۱م کال راهیسي د ملگرو ملتونو د يونسکو سازمان د نړۍ د فرهنگي ميراثونو په ليست کي ثبت سوې ده. دغه انځور کلمبيايي خورخې ادواردو اخيستی دئ.
معبد او د دوبي د اوسېدو ځای
دغه معبد او د دوبي د اوسېدو ځای چي د چين چنگده ښار ته نژدې پروت دئ په ۱۹۹۴م کال کي د نړۍ فرهنگي ميراثونو ته ور زيات سو. دغه انځور چينايي آندره آس اخيستی دئ.
په پمپيي ښار کي لرغوني کنډوالې
په ايټاليا کي د ناپل ښار ته نزدې دغه لرغوني کنډوالې واقع دي. دغه لرغونی ښار له ۱۹۹۷م کال راهيسي د يونسکو د نړۍ د فرهنگي ميراثونو جزو گرځېدلی دئ. انځور په بريتانيايۍ اکسينا پوري اړه لري.
په مصر کي سپېڅلې دير کاترين
سپېڅلې دير کاترين د مصر په سينا ټاپووزمه کي ده. سپېڅلې دير کاترين له ۲۰۰۲م کال راهيسي د يونسکو د نړيوالو فرهنگي ميراثونو په ليست کي زياته سوې ده. انځور په هنگري پايولو هنريک پوري اړه لري.
په هنگري کي ملي پارک هورتوباجی
هورتوباجي د هنگري يو له ملي پارکونو څخه دئ چي له ۱۹۹۹م کال راهيسي د نړۍ په فرهنگي ميراثونو کي شامل سوی دئ. دغه انځور د هنگرۍ ماريا اخيستی دئ.
په استارليا کي اولورا کاتا جوتا ملي پارک
ملي پارک اولورا کاتا جوتا د استراليا په مرکز کي دئ. دغه ملي پارک په ۱۹۸۷م کال کي د نړۍ په فرهنگي ميراثونو کي شامل سو. عکس ناروږي راگن هيلد اخيستی دئ.
په پيرو کي ماچوپيچو
ماچوپيچو، چي لرغونپوهان ئې سپېڅلې سيمه نوموي، په پيرو هيواد کي ده او ډبرين دېوالونه ئې د اينکا قوم له معمارۍ سره سرخوري. دغه سيمي له ۱۹۸۳م کال راهيسي د نړۍ په فرهنگي ميراثونو کي شامله سوې ده. عکس کلمبيايي ماريا سسيليا اخيستی دئ.
په بالي کي د سوباک اوبو رسولو سنتي سيستم
يونسکو د اندونيزيا د بالي ټاپو د سوباک د اوبو رسولو سنتی سيستم په ۲۰۱۲م کال کي د نړۍ په فرهنگي ميراثونو کي ثبت کړ. انځور اندونيزيايۍ زيبيللا اخيستی دئ.
د مکسيکو چيچن ايتزا
دغه انځور د هغو ۴۰۰۰ عکسونو په سيالۍ کي لومړی ځای نيولی دئ چي مينوالو په درسته نړۍ کي له فرهنگی ميراثونو څخه اخيستي دي. چيچن ايتزا په مکسيکو کي د مايا قوم لرغونی اثر دئ. چيچن ايتزا په ۱۹۸۸م کال کي د نړۍ په فرهنگي ميراثونو ورگډ سو. انځور مکسيکويي يوبل اخيستی دئ او سيالي ئې گټلې ده.