انځورونه: د هندوستان په مرسته د افغانستان د پارلمان نوې ودانۍ
هندوستان د افغانستان د پارلمان پر نوې ودانۍ باندې ۲۲۰ میلیونه دالر مصرف کړې دي چې په شپږو میاشتو کې به پرانیستل شي. هندوستان دغه ودانۍ د «افغانستان د دیموکراسي سمبول» بللې ده.
دغه ودانۍ د دارالامان د تاریخي قصرونو په منځ کې جوړ شوی دی او د پارلمان له اوسنۍ ودانۍ پنځه وارې لوی دی.
دغه ودانۍ د راتلونکي قرن له پاره د افغانستان د پارلمان له پاره په پام کې نیول شوې ده او د استازو له پاره هم ډیر څوکۍ به پام کې نیولې شوې دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په ۲۰۰۵ کال کې له هندوستان څخه وغوښتل چې د افغانستان بارلمان له پاره نوې ودانۍ جوړه کړي.
اوس د دغې ودانۍ ۹۸ سلنه چارې پر مخ تللې دي او تر اوسه ورباندې ۲۲۰ میلیونه ډالري مصرف شوي دي.
دغه ودانۍ افغانستان ته د هندوستان له بلاعوضو مرستو څخه جوړه شوې ده. په کابل کې د دغه هیواد سفیر امر سینها، دغه ودانۍ د افغانستان د دیموکراسي سمبول او له یوې دیموکراسۍ څخه بلې ته یوه ډالۍ وبلله.
د افغانستان د ښار جوړونې وزیر سید سعادت نادري، دغه ودانۍ د دواړو هیوادونو د دوستۍ نښانه وبلله او ویې ویل چې هغه به په راتلونکو میاشتو کې په رسمي توګه پرانیستل شي.
د افغانستان ولسي جرګه اوس مهال ۲۴۹ استازي لري خو په نوې ودانۍ کې د ۳۶۰ تنو له پاره څوکۍ په پام کې نیول شوې دي.
مشرانو جرګه بیا اوس ۱۰۲ استازي لري او په نوې ودانۍ کې د ۱۲۰ تنو له پاره څوکۍ په پام کې نیول شوې دي.
دغه ودانۍ به په داسې حال کې تر شپږو میاشتو پورې بشپړه شي چې د اوسنيو استازي کاري دوره پای ته رسیدلې ده.
لا تر اوسه پورې د نویو پارلماني ټاکنو برخه لیک روښانه نه دی او څوک نه پوهیږي چې څه وخت به ترسره شي.