انځورونه: ماران انسان ته ګواښ او که درمل دي؟
په دغو انځورونو کې د مارانو او انسانانو تر منځ رابطه څېړل کيږي. د قطبي سيمو پرته په ټوله نړۍ کې ماران شتون لري. راځئ چې له آلمان څخه هند او بيا هانګ کونګ ته سفر وکړو.
دا ژوي شهرت لري، خو بيا هم تل ګواښل شوي دي
په آلمان کې تر ټولو مشهور مار د درملتونونو پر مجلو باندې ليدل کيږي. نه يوازې دا، بلکې دغه زهر نه لرونکی «ايسکولاپ» ډوله مار د نړۍ د روغتيا د سازمان پر بيرغ باندې هم راغلی دی. دغه مار سخت ګواښل شوی دی، ځکه چې د ژوند ساحه يې پر له پسې تنګيږي او هغه د خلکو له خوا نيول او بيا په نړيوالو بازارونو کې پلورل کيږي.
زهرجن، خو ګټور ماران
د مارانو وژونګي زهر ډېر ګټور هم تمامېدای شي. د آلمان هامبورګ ښار ته څېرمه د اروپا تر ټولو ستر د مارانو فارم دی. هلته د مارانو زهر راټوليږي. له دغو موادو څخه د وينې د لوړ فشار په وړاندې دارو درمل جوړيږي.
نوي کشف شوي ماران
د مارانو نوي ډولونه وار په وار پسې پيدا کيږي. د الپ په غرونو کې دغه «ويپېرا والسر» په نوم مار تازه کشف شوی دی. د زوند ساحه يې د غرونو د پاسه ورشوګانې دي. دا چې دغسې ساحې اوس کمې شوې دي، نو دغه ډول ماران هم د منځه تللو له ګواښ سره مخامخ دي.
د «پړانګ فيتون» ډوله مار
د ايورګلېدس په ملي پارک کې د «پړانګ فيتون» په نوم ماران ډېر شوي ول. دغه ماران له جنوب ختيځې آسيا څخه وارد شوي ول. داسې ښايي چې هغه به له شخصي کورونو څخه تښتېدلي وي.
د مارانو رقص
د کوبرا په ډول ماران په هند کې د شپېلۍ د نغمو سره سم رقص کوي. خو اصلا خبره بل ډول ده. په ټوکرو کې ساتل شوي ماران چې سترګې يې د لمر د وړانګو له کبله برېښي، اصلا د شپېلۍ حرکات څاري ځکه چې د يو احتمالي دښمن په سترګه ورته ګوري.
هندواڼ ماران سپېڅلي بولي
ډېر شمېر انسانان ماران مکار او خطرناکه بولي. خو هندواڼ ماران د باران د موسم، د ښېرازۍ او د مړو د ارواوو سمبول ګڼي. د هندواڼو په افسانو کې مارانو ته ناګا وايي، چې د دروازو د پاسه د ساتونکي او ژغورونکي سمبول په توګه کاريږي.
فيتون مارانو ته ورغاړه وتل
په اروپا کې د مارانو مينه وال دغه ژوي په لويو ښيښه يي لوښو کې ساتي. خو په چين کې دغه څلور متره اوږد فيتون ډوله مار په کور کې ساتل کيږي.
د مارانو سوپ يا زومنه
په ژمي کې د هانګ کونګ اوسېدونکي د مارانو زومنه يا سوپ پخوي. د مارانو سوپ روغتيا ته ګټور بلل کږي. چينايان وايي چې هغه د وينې جريان تقويه کوي او ناروغۍ لېرې ساتي.
د ملا ماساژ
د مارانو په واسطه ماساژ يا چاپي کېدل؟ دغه دود په اندونيزيا کې ډېر عام دی. د مار حرکات د سړي ملا چاپي کوي.