انځورونه: په لندن کې د «ټېټ مودرن» موزيم
په لندن کې د «ټېټ مودرن» موزيم په نړۍ کې د هنري موزيمونو تر ټولو مخکښ موزيم دی. هغه په ۲۰۰۰ کال کې پرانيستل شو. نورو موزيمونو ورڅخه نقل هم کړی دی.
د پرمختګ په لور
په کال کې د پنځه ميليونو نندارچيانو په جذبولو سره د «ټېټ موزيم» په لندن کې ډېر محبوبيت لري. د ۳۳۰ ميليونو يورو په لګښت دغه موزيم يو ځل بيا ترميم او راتلونکي ته چمتو شو.
د هنري اثارو ډېر ظرفيت
د «سويچ هاوس» په نوم ودانۍ نوې جوړه شوه. په دغې ودانۍ سره د نندارتون ساحه دوه په درې لويه شوه.
له يوه لاسه
د «ټېټ مودرن» د اصلي ساختمان په څېر نوې ودانۍ هم د سويسي «هېرڅوګ او دې ميورون» د مهندسانو د دفتر له خوا جوړه شوه. دغه نقشه د کانکرېټ، لرګي او خښتو په مرسته د پروژې د آلماني مشر، اسکان مېرګنتالر له خوا په عمل کې پلې شوه.
يوه خښته په بلې خښتې پسې
د ټېټ مودرن په موزيم کې ۳۳۶ زره خښتې وکارول شوې. د شخو دېوالونو پر ځای مهندسانو د خښتو داسې یوه نقشه جوړه کړې وه چې رڼا هم ورپرېږدي.
اووه دوه پوړيزه بسونه...
... کېدای شي د توربين هال په نوم تالار کې يو د بل د پاسه ودرول شي. اوسمهال هلته د چينايي هنرمند، آي وای وای، اووه متره جګه ونه ولاړه ده.
په هنر کې برخه اخيستل
نندارچيان شيانو ته نه ورځي، بلکې شيان و نندارچيانو ته راځي. د تمثيل په تالار کې نندارچيان خپله د هنري اثارو يوه برخه ګرځي.
ښځو ته پاملرنه
د ۲۰۱۶ کال د پيل راهيسې په لومړي ځل يوه ښځه، يعنې فرانسس موريس، د «ټېټ مودرن» موزيم مشره ده. هغه غواړي چې د ښځينه هنرمندانو اثار نندارې وړاندې کړي، لکه د لويس بورژوا دغه مجسمه.
د يو ځای کېدو ځای
د دې له پاره چې د کلتور مينه وال سره راټول شي، په سپتمبر کې د «ټېټ اکسچېنج» پروګرام تر سره کيږي چې په ترڅ کې يې هندرمندان يو کلتوري پروګرام په پښو دروي.