انځورونه: په مزارشریف کې د هند پر کنسلګري برید
یاغیانو په مزارشریف ښار کې د هندوستان پر کنسلګري برید کړی دی او له تیرې شپې راهیسې په جګړه بوخت دي. افغان امنیتي ځواکونه اوس سیمې ته تللي دي او د برید د پای ته رسولو هڅه کوي.
د یکشنبې په شپه د ۸ بجو په شاوخوا کی یو شمیر وسلوال په مزاشریف کی ښار کی د هند کسنلګری ته نږدی یوی شخصی ودانۍ ته ننوتل او له هغه ځایه يې د هند پر کسنلګری د سپکو اودرنو وسلو بریدونه پیل کړل.
برید اوس هم دوام لري. امنیتی ځواکونو سیمه کلابند کړې ده. دوی تر ډیره په دی هڅه کې دي چې د کنسلګري کارکونکو او همداشان د کسنلګری شاوخوا سیمې کې میشتو ملکي کسانو ته تاوان و نه رسیږي.
د سیمې یو اوسیدونکي عبدالقادر وایي چې خلک ډیر په اندیښنه کې دي.
د بلخ ولایت امنیتي او ملکی چارواکي اوس د پیښې سیمې ته تللي دي.
د بلخ والي عطا محمد نور، د پیښې په سیمه کې خبریالانو ته وویل: «ټولې هڅې دا دي چې ملکي خلکو ته زیان وانه وړي او همداشان دهند کنسلګري ته د ترهګرو د ننوتو مخنیوی وشي.»
بلخ ولایت د افغانستان په شمال کې یو له نسبي امنو ولایتونو څخه شمیرل کیږي. دا په روان میلادي کال کې په دغه ښار کې د یاغیانو لومړی برید دی.