انځورونه: په هند کې د سختي گرمۍ څپه
په هند کې له تیرو څو ورځو راهیسې د گرمۍ سخته څپه راغلې ده. په ځینو ځایونو کې خو آن د تودوخې درجه ۵۰ سانتي گراد ته نزدې شوې ده. د هوا پيژندني ادارې د معلوماتو له مخې په راتلونکو څو ورځو کې به د گرمۍ دغه څپه ادامه ومومي.
د هند له طبیعي آفاتو سره د مبارزې ادارې د معلوماتو له مخې د گرمې د سختې څپې له پیل راهیسې د گرمۍ له کبله تر اوسه تر ۱۱۵۰ زیات انسانان وژل شوي دي. قربانیان زیاتره هغه کسان دي چې یا یې کومه سر پنا نه لرله، ډیر عمر یې درلود او یا هم هغه کارگر دي چې په سخته گرمۍ کې یې په ساختماني چارو کې کار کاوه. د اندهرا پردیش ایالت د حیدار آباد د سیمې دغه اوسیدونکی تر سیوري لاندي آرام کوي.
د گرمۍ له څپې څخه په ځانگړې توگه د هند سویلي ایالتونه اندهرا پردیش او تلنگانه اغیزمن شوي دي. په دغه ځای کې د تودوخې درجه تر ۴۸ سانتي گراد پوري رسیدلې ده. د هوا پيژندنې ادارې په دغه ځای کې د پنجشنبې په ورځ د باران اټکل کړی دی.
د هند پلازمېنه نوی ډهلې هم د گرمې سختي څپې تر خپل اغېز لاندي راوستی دی. لکه چې په انځور کې لیدل کیږي، دغه پولیس تر یوه سیوري لاندي ځان له لمره خوندي کړی دی. د نوي ډهلي په یو شمیر ناحیو کې د سړکونو د ډامبر د ویلي کیدو رپوټونه ورکړل شوي دي.
د هند په شمالي ښار اله آباد، کې یو کب نیونکی د سختې گرمۍ سره سره، په ډنډ کې د کبانو په نیولو مصروفه دی. د گرمۍ د سختې څپې له کبله تر ځمکې لاندي د اوبو سطحه په څرگند ډول کمه شوې ده. له طبیعي آفاتو سره د مبارزې ادارې چارواکي د اغیزمنو شوو سیمو اوسیدونکو ته سپارښتنه کوي، چې د سر پټولو پرته دباندي و نه وځي او د امکان په صورت کې ماسپښین مهال له کورونو وتلو څخه ډډه وکړي.
له گرمې څخه د ساتلو له پاره چې چاته کوم فرصت په لاس ورځې هغې تر استفاده کوي، لکه د اندهرا پردیش دغه اوسیدونکی.
له گرمۍ سره د مقابلې له پارې نوې لارې چارې لټول کیږي. په اله آباد کې د اورگادي دغه مسافر له دې فرصت څخه گټه اخلي چې د نل په یخو اوبو خپل سر لوند کړي.
د هند د احمد آباد دغه دوه ځوانان له گرمۍ څخه د بچیدو له پاره په سیند کې لامبي. د هند د هوا پيژندني ادارې د معلوماتو له مخې په گجرات ایالت کې په دغه ورځ د تودوخې درجه ۴۳ سانتي گراده وه.
د هوا پيژندنې د کارپوهانو د معلوماتو له مخې د تودوخې اوسنې درجه د تیر کال د همدې مودې په پرتله په اوسط ډول تر ۴ درجو هم لوړه ده. په هند کې د گرمۍ موسم له اپریل میاشتې څخه تر مون سون یا د پشکال پوري دوام کوي. د مون سون بارانونه اوس د بنگال خلیج ته رسیدلي دي او اټکل کیږي چې د جون میاشتې په اوایلو کې به د هند سویل ته ورسیږي.