ايران افغانستان، پاکستان او عراق ته د بريښنا صادرات پيل کړل
۱۳۹۷ مرداد ۳۰, سهشنبهد رويترز خبري آژانس د سه شنبې په ورځ د (اگست مياشتې ۲۱ نيټه) په يوه رپوټ کې له ايران څخه عراق او نورو گاونډيو هیوادونو ته د بريښنا د نويو صادراتو د پيل خبر ورکړ.
د رپوټ په حواله د بريښنا دا صادرات لس ورځې تر مخه پېل شوي دي. همدې خبري آژانس ويلي چې ایران گاونډيو هيوادونو ته د بریښنا د خپلو صادراتو د زياتولو تصميم لري.
د رويترز خبري آژانس د ايران د بريښنا د توليد، توزيع او انتقال د «توانیر» په نوم شرکت د وياند محمد رضا حقيفام، له قوله ويلي چې ايران په اوسنيو شرایطو کې هره ورځ عراق، پاکستان او افغانستان ته د ۲۰۰ تر ۲۵۰ مېگاواتو تر منځ بريښنا صادروي.
د بريښنا د صادرولو سياسي گټې
تسنيم خبري آژانس د توانیر د شرکت د وياند په حواله گاونډيو هيوادونو ته د برېښنا د صادراتو له گټو څخه خبره کړې ده.
له ايران څخه عراق، افغانستان او پاکستان ته د برق صادرات په داخلي شبکو کې د برېښنا د کمښت له کبله او د بريښنا د پرله پسې سپما له کبله بند شوي ول. د توانیر وياند اوس په داخل کې د بريښنا رسولو د ستونزې له حلیدو څخه خبره وکړه.
حقيفام وويل چې گاونډيو هیوادونو ته د بريښنا ورکړه پر اقتصادي گټو سربيره د ايران د اسلامي جمهوريت له پاره سياسي منافع هم له ځان سره لري. خو نوموړي گاونډيو هیوادونو ته د بريښنا د ورکړې د سياسي گټو په اړه خبريالانو ته توضيحات ور نه کړل.
خو نوموړی په داسې حال کې همسايه هيوادونو ته د بريښنا د صادراتو د زياتولو خبره کوي چې د هیواد په شمالي سيمو کې لا د بريښنا وارداتو ته اړتيا ده. حقيفام وويل چې ایران به په اوسنیوو شرائطو کې د برېښنا واردات قطع نه کړي.
DW(B.S/S.M)
زموږ له آرشيف څخه: