ايکنبيري: طالبانو خپل تکتيک ته تغير ورکړی
۱۳۹۰ فروردین ۳۱, چهارشنبهکارل ايکنبيري د رويترز خبري آژانس سره په يوه مرکه کي ويلي چي په تيرو څو ورځو کي دا معلومه سوه چي طالبانو تر شاه تګ وروسته د افغان او بهرنيو ځواکونو خلاف په خپله ستراتيژي کي بدلون راوستی.
کندهار ته د سفر پر وخت په خپله مرکه کي هغه وويل «چي موږ داسي احساسوو چي سږکال په دوبي کي به په ځانمرګي بريدونو او حملو کي د تير کال په پرتله په دوامداره توګه ډيروالی راسي.» هغه زياته کړه «ګواکي داسي ښکاري چي هغوی اوس د جګړې په ميدان کي خپل ځواکونه نه سي ټينګولای او د مخامخ جګړې توان نه لري. او هغوی اوس يوه متمرکزه تروريستي مبارزه پيل کړي.»
د دوشنبي په ورځ د افغانستان د دفاع وزارت پر ودانۍ بريد په تيرو څو ورځو کښي ۴ وو، چي په مختلفو سیمو کښي تر سره سول. د ارګ څخه وروسته د دفاع وزارت تر ټولو مهمه ودانۍ ګڼل کيږي.
د تيري جمعې په ورځ يو تن چي د پوليس يونيفورم يې په تن و د کندهار پر امنيې قومندان خان محمد مجاهد باندي ځانمرگی بريد وکړی او هغه يې د ځان سره وواژه، په يوه بله پيښه کي هم يو تن چي د پوليسو يونيفورم يي په تن وو په لغمان کي د ناټو پر قرار ګاه بريد کړي وو چي په نتجه کي يي د ناټو ۵ بهرني او ۵ افغان عسکر وژل سوي ول.
کارل ايکنبيري د کندهار د والي ويسا سره تر ليدني وروسته د هغه ولايت په کاخريز ولسوالۍ کښي د قومي مشرانو او ځانگړو امريکايي ځواکونو سره وکتل.
هغه د کندهار او د خاکريز د خلکو سره په ناسته کي د نوو مکتبونو او کلينکونو د جوړولو غوښتني اوريدلي، خو په ۲۰۱۴ م کال کي په مکمله توګه افغان ځواکونو ته د امنيت د سپارلو په سر د خلکو انديښني هم تر غوږو سوي.
ايکنبيري وايي« په ټوله کي په افغانستان کي يو شک موجود دي. د يو طرفه افغان ځواکونو ته د امنيت د سپارلو پر سر د خوښی احساس سته، خو له بله پلوه پدې اړه د انديښنو احساس هم موجود دی.»
د کندهار والي ويسا وايي چي امنيتي وضعه اوس تر پخوا خرابه ده، دولت لا د کندهار د والي د مرستيال د فاتحې پر ټغر ناست و چي ددغه ولايت امنيه قومندان ووژل سو.
د والي په خبره « په هغه کچه چي موږ د امنيت د ټينګولو لپاره ګامونه پورته کوو، د مخالفينو لخوا په کلکه د امنيت د خرابولو کوښښونه کيږي. سختي ورځي مو په مخ کي دي، خو هرڅه به سم سي.»
ايکنبيري واي چي د ځانمرګي بريد کوونکو لخوا د پوليس يونيفورم کارول يو سخت تکتيک وو خو دا نا ممکنه نده چي ددې په مقابل کي دي جګړه وسي.
آژانسونه/ سید رياض
کتونکی: نجيب الله زيارمل