ایا په افغانستان کي به د کاشي جوړولو یوازینی کارځای وتړل سي؟
۱۴۰۱ آبان ۵, پنجشنبهپه افغانستان کي د دودیزي کاشي جوړولو دغه کارځای د تاریخي ابداتو لپاره د کاشي جوړولو په موخه فعالیت لري، چي مسؤلان يې وايي، د بودجې کمښت، د نړيوالو بنسټونو نه مرسته او د کارکوونکو ټیټه تنخوا يې هغه ستونزي دي، چي په افغانستان کي يې د دغه تاریخي صنعت د غوړېدو مخ نیولی دی.
د افغانستان ډېری تاریخي ودانۍ د بېلګي په ډول د هرات ولایت لوی جامع جومات د همدغه کارځای د هنري مکتب په ډېزاین سویو کاشیو ښکلی سوی دی.
په هرات ولایت کي د دودیزي کاشي جوړلو د یاد کارځای یوه ځانګړتیا داده، چي د کاشي جوړولو ټولي چاري يې په لاس سرته رسیږي.
امید نېکنام چې ددغه کارځای له مسؤلانو څخه دی وايي، د روانو وروستیو میاشتو په پای کي له ۱۶ کارکوونکو څخه يې یوازي ۱۱ تنه دلته په کار اخته دي، پاته نورو کسانو له دې کاره لاس اخیستی او په درنو کارونو اخته دي.
اړوند: د «خیالي هدیرو» موجودیت هراتیان اندېښمن کړي دي
نوموړي دویچه ویله ته وویل: «له بده مرغه له یوې خوا طالبان د نړيوالي ټولني له خوا په رسمیت نه دي پېژندل سوي او له بلي خوا اقتصادي ستونزي د دې سبب سوي دي، چي په افغانستان کي به د کاشي جوړولو صنعت له ګواښ سره مخامخ سي. ددغه کارځای کارکوونکو ته د میاشتي ۶ زره افغانۍ تنخوا ورکول کېږي، چي دغه پیسې په بازار کي د خوراکي او غیري خوراکي توکو د لوړو نرخونو پر وړاندي ډېري لږ دي.»
هغه همدارنګه وايي، په افغانستان کي ډېری تاریخي ابدې ترمیم او ښایست ته اړتیا لري، دده په اند که حالات همداسي روان وي، نو دغه صنعت به د تل لپاره له کاره ولویږي او د تاریخي ابداتو د ساتني وضعیت به لا نور ورسره ټکنی سي.
کاشي جوړولو د دې کارځای یو بل کارکوونکي نادر شاه، هم دویچه ویلې ته وویل، د نیستۍ او اقتصادي ستونزو له امله اړ سوی دی، چي له خپل دولس کلن مسلک څخه لاس په سر سي.
نوموړی زیاتوي: «ما په دغه شرکت کي ۵۵۰۰ افغانۍ تنخوا درلوده، خو دغه معاش مي د شپږ کسیزي کورنۍ لپاره هیڅ بسنه نه کوله، اخر دې ته اړ سوم، چي د هرات په صنعتي ښارګوټي کي روزانه مزدوري شروع کړم، اوس په یاد ښارګوټي کي د ورځي ۳۰۰ افغانۍ روزانه مزدوري ګټم، چي تر یوې اندازې مي د کورنۍ ګذاره په کیږي، خو که چیري د کاشي جوړولو ددغه صنعت اقتصادي حالت بیا سم سي، نو په ډېره لېوالتیا بیرته خپلي دندي ته ورستنیږم.»
اړوند: په هرات کې د یهودانو عبادتځایونه په بد حالت کې دي
نادر شاه زیاتوي، په هیواد کي له سیاسي بدلونونو څخه ترمخه ځینو بېلا بېلو بنسټونو او ملي سوداګرو د کاشي جوړولو له څانګي سره همکاري کوله، خو اوس هغه مرستي هم بندي سوي دي.
په افغانستان کي د فرهنګي چارو پوهان په دې اند دي، چي که چیري اطلاعات او کلتور وزارت او نور اړوند بنسټونه د کاشي جوړولو د دغه صنعت ساتني او ودي ته پاملرنه ونه کړي، نو د دوی په باور به د یاد صنعت چاري به یومخ په ټپه ودریږي.
محمد صدیق میر چې د فرهنګي چارو کارپوه دی، وايي: «په افغانستان کي ډېري هغه تاریخي ابدې، چي د تېموریانو په دوره کي جوړي سوي دي، د دودیزي کاشي جوړولو د کارځای تولیداتو ته ډېره اړتیا لري، اوسمهال ددغه کار ځای د تولیداتو د کمښت له امله د یادو تاریخي ودانیو بیارغووني ته بشپړي کاشیاني نه سته.»
خو په هرات ولایت کي د طالبانو د اطلاعات او کلتور مسؤلان وايي، له مرکز څخه يې غوښتي دي، چي په دغه دودیز کارځای کي دي د کارکوونکو د حقونو او امتیازونو د ډېروالي په برخه کي لاس په کار سي.
اړوند: «په هرات کې د چاپ صنعت سخت زیانمن شوی»
په هرات ولایت کي د طالبانو د اطلاعات او کلتور رييس نعیم الحق، د دویزي کاشي جوړولو د کارځای لپاره لویه ستونزه د بودجې کمښت یادکړ.
هغه وویل: «موږ په هرات ولایت کي د دودیزي کاشي جوړولو په کارځای کي د نویو ځوانانو د جلب او د دوی تنخواوو د لوړولو په موخه د اطلاعات او کلتور وزارت له مسؤلانو سره ږغېدلي یوو، خو د یوشمیر هغو لویو ستونزو له امله، چي په مرکز کي ورسره مخامخ یو، ښايي د هغو ستونزو له امله ددغه کارځای حالت ته پاملرنه ډېر وخت ونیسي.»
ویل کېږي، چي د کاشي جوړلو په دغه کار ځای کي ۸۰ تنه استاذان او شاګردان په کار بوخت ول، خو اوس ۱۱ تنه کار کوونکي پکښي پاته دي، داسي ویره ده چي کیدای سي دغه صنعت یومخ له یاده وزي، ځکه هغه کسان چي په دې مسلک کي تخصص لري، لږ دي.
زموږ له آرشيف څخه :