باليود سل کلن سو
سل کاله دمخه لومړی هندی فلم جوړ شو. د کار تر پیل سل کاله وروسته، بالیود همداشان د پرمختګ په حال کې دی او په تدریجي توګه په نړۍ کې د فلمونو د تولید په لوی شرکت اوړي.
لومړي کلونه: «راجه هریش چندرا»
د «راجه هریش چندرا» په نوم د فلم سر داند ایرج گوویند پالکی، په ۱۹۱۳م کال کې د هندوستان د فلمي صنعت د بنسټ ډبره کیښوده، چې نن ورځ د بالیود په نوم پیژندل کیږي. د شلمې پیړۍ په پیل کې په فلمونو او تیاتر کې یوازې افسانوي کيسې وړاندي کیدې. دغه فلم د پاچا هریش چندرا، او د هغه د میرمنې د ژوند په هکله دی. په هغه وخت کې د ښځو رولونه هم د نارينو له خوا تر سره کیدل.
داند ایرج گوویند پالکی، د هندوستان د فلمي صنعت مخکښ
داند ایرج گوویند پالکی، (۱۸۷۰- ۱۹۴۴) د هندي فلمونو پلار وو. هغه د دادا صاحب پالکي په نوم هم مشهوره وو. د هندوستان د فلمونو مهمه جایزه د هغه په نوم نومول شوې ده. تر هغه وخت چې هغه د کارل هیرتڅ په نوم له یوه آلماني سره نه وو لیدلي، د یوه عکاس په توګه کار کاوه. هیرتڅ د سینماتوګرافۍ په برخه کې کار کاوه. پالکي دغه تخینک ته جذب کړ او د خپل کاري ژوند په دوره کې یې په سلو فلمونو کار وکړ.
لومړنی غږ لرونکی فلم: عالم آرا
آردیشر ایراني لومړنی هندي غږ لرونکی فلم په ۱۹۳۱م کال کې تولید کړ. د موزیک او د نڅا د صحنو له امله دغه فلم ډیره تجارتي بریا لرله. تر هغه وروسته موزیک، سندري او نڅا د هندي سېنما د اصلي عناصرو څخه شمیرل کیږي.
لومړنی جنجال: دیویکا راني
فلمي لوبغاړي دیویکا راني (۱۹۰۸- ۱۹۹۴ ) په ۱۹۳۳م کال کې د هندوستان په محافظه پاله ټولنه کې د سینما د لومړنۍ رسوایې باعث وګرځیده. د «کامرا» په نوم فلم کې د هغې د خولي ورکولو صحنه ۴ دقیقي اوږده وه.
لومړۍ بهرنۍ فلمي لوبغاړې: Mary Evans
ماري ایوانس (۱۹۰۸- ۱۹۹۶) په ۱۹۳۵م کال کې د (هونتروالي) په فلم کې د «نه ویریدونکي نادیې» په رول کې د هندوستان په سینما کې د لومړنۍ بهرنۍ لوبغاړي په توګه کار وکړ. که څه هم د ژړو وريښتانو لرونکي آسترالیایې ځانګړتیا په ایکشن فلمونه کې وه، خو په هندوستان کې ورته د آزادۍ په جګړه او د ښځو د حقونو د مبارزې په برخه کې د سمبول په توګه کتل کیږي.
د لیدونکو د خوښۍ وړ فلمي لوبغاړی: راج کپور
هندي فلم جوړونکی او لوبغاړی راج کپور د ۱۹۵۰ کال راهیسې فلمونه په بهرنیو هیوادونو کې هم شهرت ته ورسول. هغه په پخواني شوروي اتحاد او چین کې هم شهرت درلود، ځکه چې په ۱۹۵۱کال کې هغه د «آواره» په نوم فلم کې پر ټولنیزو بې عدالتیو انتقاد وکړ.
د نړۍ په کچه لومړنۍ بریا: (مدر انډیا)
د «مدر انډیا» په نوم فلم اولنی هندي فلم وو چې په ۱۹۵۷کال کې د اوسکار جایزې ته ونومول شو. لوبغاړۍ نرګس چې د راج کپور په ډیرو فلمونو کې یې کار کړی وو، په دغه فلم کې د رادها، په نوم اصلي نقش لوبولی وو. دغه فلم د یوې هندۍ مور کرامت او همت ښیې چې د بېوزلۍ او ټولنیزو بې عدالتیو سره سره خپل اولادونه لویوي.
«شعلې»
د «شعلې» په نوم فلم په ۱۹۷۵م کال کې لومړنی کاوبایي ډوله فلم وو چې جوړ شوو. دغه فلم امیتابهـ بچن، دهرمندر، هیما مالاني او امجد خان ډیر شهرت ته ورسول او تر نن ورځې دغه فلم یو له کامیابو فلمونو شمیرل کیږي. د هندوستان هر ماشوم د دغه فلم کردارونه او ډاییلاګونه په یاد لري.
لومړنی اوسکار
ستیه جیت رای (۱۹۲۱- ۱۹۹۲) لومړنی هندي فلم جوړونکی وو، چې په ۱۹۹۲م کال کې یې د خپل ټول هنري ژوند له پاره د اوسکار جایزه تر لاسه کړه. په ۱۹۵۵م کال د «پتر پنچلي» په نوم د هغه لومړني فلم د کن په فلمي کې ځانګړې جایزه ګټلې وه.
د بالیوډ څیره: شاه رخ خان
له یوې لسیزي څخه شاه رخ خان، د بالیوډ د سفیر او څیرې په توګه پیژندل کیږي. کابو د هغه ټول فلمونه په نړیواله کچه بریالي دي او ډیر مینه وال لري. په آلمان کې هم د هغه فلمونه د شخصي تلویزونونو له لوري وړاندې کیږي.
په نړیواله کچه د لګان، فلم مشهوریدل
په ۲۰۰۱م کال کې د «لګان په نوم فلم د ټولې نړۍ په کچه مشهور شو. دغه فلم د اوسکار جایزې ته تر نومولو کیدو وروسته نه یوازې په هندوستان او په بهرنیو هیوادونو کې په هندوستاني ټولنو کې نندراې ته وړاندې شو، بلکې د ټولې نړۍ په سینماګانو کې وښودل شو. د «ټایم» په نوم مجلې دغه فلم د ټولو وختونو تر غوره فلمونو په کتار کې ونوموه.
ایشوریه رای
په ۱۹۹۴م کال کې ایشوریه د نړۍ تر ټولو د ښکلې میرمن، (مس ورلد) په توګه وټاکل شوه. په ۲۰۰۳م کال کې هغه لومړنۍ هندي فلمي لوبغاړې وه چې د کن د فلمي فیستیوال د جیوري هیت غړې وه.
موزیک جوړونکی، ای آر رحمان
موزیک جوړونکی او سندرغاړی ای آر رحمان، په ۲۰۰۹م کال کې د «سلم ډاګ میلیونیر» د موسیقي له پاره دوه د اوسکار او د ګولډن ګلوب په نوم جایزه تر لاسه کړه.