بغلان: خسرخیلو خپله ناوې پنځه میاشتې شکنجه کوله
۱۳۹۰ دی ۷, چهارشنبهموندل شوې انجلې سحر ګل نومیږي. چارواکي وایي چې هغه یې د خسرخیلو لخوا بدلمنۍ ته هڅول شوي وه خو کله چې سحرګل د دغه کار د ترسره کولو څخه ډډه وکړه نو هغه یې په تشناب کې بندې کړه.
پیښه د بغلان په ولایت کې رامنځ ته شوې. افغان امنیتې ځواکونو د سحر ګل د موندلو عملیات وروسته له هغې پیل کړل چې د هغې مور او پلار پولیسو ته د سحرګل د لادرکه کیدو خبر ورکړ.
پولیسو سحر ګل د دوشنې په ورځ د هغې د میړه د کور په تاکاوۍ کې وموندله. افغان چارواکی، فضل الرحمان، وایي چې سحرګل د هغې د میره کورنۍ وهلی او د لاس نوکان یې هم ورته ایستلي دي. دغه چارواکی زیاتوي چې د سحرګل لاس هم مات دی. د پیښې په اړوند درې ښځې نیولې شوي هم دي خو د سحرګل میړه په تیښته بریالی شوی دی.
دغه پیښه په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالې کچه ښکاره کوي. د پلخمري د ښار د روغتون مشر، ډاکټر ګل محمد وردک، وایي چې سحر ګل ډیر سخت ټپونه لري چې ښېي هغه وهل شوې ده:
«د هغې پښې او مخ ټپونه لري. د هغې د چپ لاس نوکان هم ایستل شوي دي.»
سحرګل د خپل میړه سره اوه میاشتې مخکې واده وکړ. هغه تر دې پخوا د بدخشان په ولایت کې اوسیده خو د واده وروسته بیا بغلان ته راوستل شوه. د بغلان د ولایت د ښځو د چارو مسؤله وایي چې د سحرګل مور او پلار نه شو کولای چې د هغې د واده وروسته، ورسره اړیکه ټینګه کړي.
د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون د ۲۰۱۱ کال په دریو میاشتو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۲۶ دوسیې ثبت کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ټول ۲۰۱۰ کال کې د دغو دوسیو شمیره ۲۷۰۰ ته رسیده.
په همدې حال کې بیا اکسفام رپورټ ورکړی چې په افغانستان کې ۸۷ سلنه ښځې د یو ډول تاوتریخوالي سره مخامخ دي. تیره میاشت خو په افغانستان کې میشت د ملګرو ملتونو دفتر خبر ورکړ چې په دغه هیواد کې د ښځو څخه د ملاتړ قانون د افغان حکومت لخوا په پوره توګه نه تطبیقیږي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم