1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شدید توپان په هند او بنګله دیش کې سلګونه زره کسان ګواښي

۱۳۹۸ آبان ۱۹, یکشنبه

په بنګله دیش او هندوستان کې د بلبل توپان له کبله سلګونه زرو کسانو ته د خپلو سیمو د پریښودو امر شوی. په ۱۹۹۱م کال کې دې ته ورته یوه توپان په بنګله دیش کې شاوخوا ۱۰۰ زره کسان وژلي وو او اوس یې شدید تدابیر نیولي دي.

https://p.dw.com/p/3SmaY
Indien Vorbereitungen Zyklon Bulbul
انځور: Getty Images/AFP/D. Sarkar

د شنبې په شپه (د ۲۰۱۹م کال د نومبر میاشتې په ۹مه نیټه) د بلبل په نامه یو شدید توپان د بنګله دیش او هندوستان یوه پراخ ځنګل ته رسیدلی دی. د معلوماتو له مخې توپان له ځانه سره په ساعت کې ۷۴ کیلومتره باد او شمال هم له ځانه سره لري چې له کبله یې هوايي ډګرونه او سمندري بندرونه تړل شوي دي.

په بنګله دیش کې له وړاندې نه د توپان د زیانونو د مخنیوي په موخه له ۴۰۰ زرو څخه ډیر کسان نورو سیمو ته انتقال شوي دي. نیږدې ۵۰ زره رضاکاران کور په کور ګرځي او خلک د خپلو سیمو پریښودو ته هڅوي. د اټکلونو له مخې د شنبې ورځې تر پایه پورې باید شاوخوا یو اعشاریه ۸ میلیونه کسان خپلې سیمې ترک کړي.

په بنګله دیش کې شاوخوا ۵۰ زره رضا کاران خلک هڅوي چې خپلې سیمې ترک کړي.
په بنګله دیش کې شاوخوا ۵۰ زره رضا کاران خلک هڅوي چې خپلې سیمې ترک کړي. انځور: Getty Images/AFP

د بنګله دیش طبیعي پیښو د وزارت په حواله، ښايي ډیر خلک خوندي ځایونو ته انتقال شي. دغه وزارت هیله څرګنده کړې چې ښايي له خطر سره مخ ټول کسان خوندي سیمو ته انتقال شي.

بل لوري ته په هندوستان کې د توپان تر راتګ وړاندې شاوخوا ۱۲۰ زره کسان نورو سیمو ته انتقال شوي دي. د دغه هیواد هواي پیژندونکي وايي چې له ساحل څخه تر تیریدو وروسته د دغه توپان شدت له «ډیر شدید» څخه «شدید» حالت ته بدل شي.

د هوا پیژندونکو د څرګندونو په اساس، دغه توپان ښايي له ځانه سره شدید باران او شمال هم ولري. په تیره لسیزه کې، وروسته له هغې چې په ۱۹۹۱م کال کې دغه ته ورته یوه توپان شاوخوا ۱۰۰ زره بنګالیان ووژل، دغه هیواد توپانونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپل بیړني اقدامات لوړ کړي دي. د هندي چارواکو په خبره، دغه هیواد هم د توپان د زیانونو د مخنیوي په موخه سلګونه زره کسان له خپلو اصلي سیمو څخه نورو خوندي سیمو ته انتقال کړي دي.