بلېنکن: د ایران د خلکو ملاتړ کوو چې د رژیم له ظلم سره مخ دي
۱۴۰۲ اردیبهشت ۵, سهشنبهد امریکا بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ، چې هېواد یې د ایران حکومت د سرکوب او بشري حقونو څخه د سرغړونې پر وړاندې د ایران د خلکو ملاتړ کوي. هغه دا خبره د امریکا له لورې د ایراني چارواکو پر یوې ډلې د نویو بندیزونو څو ساعته وروسته کړې.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر آنتوني بلېنکن، د دوشنبې په ماښام (د ۲۰۲۳م کال د اپریل ۲۴مه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي :«موږ د ایران د خلکو ملاتړ ته ژمن یو چې د ایران د رژیم له بې رحمانه سرکوب سره مخامخ دي.»
نوموړي د امریکا نویو بندیزونو ته اشاره وکړه، چې د ایران حکومت یو شمیر نور چارواکي چې د بشري حقونو په سرغړونه او په مختلفو ښارونو کې د مظاهره کونکو په ځپلو او خلکو ته د انترنیت په محدودلو کې نقش لرلی، په نښه شوي دي.
اړوند مطلب: د ایران په اعتراضونو کې له ۵۰۰ ډير کسان وژل شوي دی
دا ټویټ څو ساعته وروسته له هغې لیکل شوی دی، چېاروپایي اتحادیې، امریکا او بریتانیا اعلان وکړ چې دوی د بشري حقونو سرغړونو له امله پر تهران باندې د بندیزونو د یوې برخې په توګه په نویو بندیزونو کې د سپاه پاسداران پر وړاندې محدودیتونه سختوي.
د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې د ایران د پولیسو او سپاه پاسداران څلور چارواکي له بشري حقونو څخه د سرغړونو له امله د بندیزونو په لېست کې شامل کړل.
اړوند مطلب: په ايران کي د نيونو په اړه د امريکا اندېښنه
دغه څلور کسان، پروېز اباسالان د سیستان او بلوچستان ولایت د سلمان د سپاه قوماندان، امان الله ګشتاسبي د سپاه د ځمکنیو ځواکونو د مفتش مرستیال، احمد خادم سیدالشهدا د سپاه د ځمکنیو ځواکونو جنرال، سلمان ادینه وند د تهران پولیسو قوماندان او سید محمد امیری اقامیري د ایران د ملي امنیت شورا نوی منشي دي.
بریتانیا سپاه پاسدران په « بشپړه توګه» د بندیزونو په لېست کې شامل کړ. یوه اداره او د امنیتي او پوځي ادارو اته کسه د اروپایي اتحادیې په بندیزونو کې شامل شول.