1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستتایوان

تایوان: چین تایوان ته نژدې سېمې په بالستيک توغنديو ويشتلي

۱۴۰۱ مرداد ۱۳, پنجشنبه

د تایوان دفاع وزارت د پنج شنبې په ورځ وويل چې چین د تایواان شمالي، جنوبي او شرقي سواحلو ته نژدې سيمو باندې ټول ټال ۱۱ ډانګ فنګ ډوله بالستیک توغندي توغولي دي.

https://p.dw.com/p/4F8Ha
Taiwan führt Han-Kuang-Militärübung durch
انځور: Takahiro Suzuki/ASSOCIATED PRESS/picture alliance

رويترز له تايپې ليکي چې چین دغه توغندي تایوان ته نژدې له ماتسو جزېرې څخه وار کړي دي. چېن هم وايي چې د تایوان په اطرافو کې ېې په شپږو سیمو کې پوځي پراخ تمرینات پیل کړي چې پکې سمندري، هوايي، ځمکني او نور ځواکونه ګډون لري. تایوان ويلي دي د دوی وسله وال ځواکونه د تیارسی په حال کې دي. د تایوان خارجه وزارت له هیوادونو غوښتي چې ټول په ګډه د قانون حاکميت پر اساس نړیوال عامه نظم وساتي.

 تایوان ته د امریکا د ګانګریس د مشرې، نانسي پلوسي وروستی سفر د تایوان پر سر د چین او امریکا تر منځ نهایت ترینګلي شوي دي. چین تایوان د خپلې خاورې ضمیمه بولي او تایواني چاروکو سره د هر ډول بهرنيو تعاملاتو مخالف دی. پلوسي د چین د ټولو اختلافاتو باوجود تایوان ته سفر وکړ.