ترکمنستان: د مطبوعاتو آزادي
۱۳۸۶ مهر ۱۶, دوشنبهڅرنگه چې د سفارت غړو د هغوي د لاسليکونو د لست اخيستل نه منل، نو د اېمنټي انټرنېشنل فعالينو دغه لست د سفارت پُستي صندوق ته ورواچوی.
د شکنجو نښې نښانې
د » مورادوا «، » امان کليچېف « او » خاجيېف « ترنيولووروسته، نه د نوموړو د کورنيوغړواونه هم د هغوي مدافع وکيلانوته وويل شول، چې هغوي په کوم زندان کې دي. تاجي گل » بېگ مېدوا « چې له درې کلونوراهيسې په بلغارياکې د تبعيد په حال کې ژوند کوي، د بشر د حقوقولپاره د هلسنکي د ترکمنۍ ټولنې بنسټ اېښودونکې ده او نوموړي ژورناليستان يې د ټولنې غړي وو، وايي:» ترمحکمې دوه اوونۍ وروسته مورادوا د شکنجو د اغېزوله کبله مړه شوه. د هغې يوه پښه ماته وه، سريې سخت ټپي وو او په ستوني کې يې د زېندۍ کولو نښې نښانې ليدل کېدې. د مورادواخپلوانوته د زنداني کېدوگواښ کېږي، ځکه چې هغوي نړيوالې ټولنې د مورادوا له مړينې نه خبرکړل. او د امان کليچېف اوخاجيېف خپلوان تراوسه پورې لاهم خبر ندي چې نوموړي په کوم زندان کې دي او څنگه دي. «