تیلرسن: امریکا د پاکستان د حکومت د ثبات په اړه اندیښنه لري
۱۳۹۶ آبان ۳, چهارشنبهد امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریک تیلرسن، د چهارشنبې په ورځ په نوي دهلي کې له خپلي سیالي سره ولیدل. هغه په کابل او اسلام آباد کي تر ملاقاتونو وروسته د سه شنبې په ورځ ناوخته هندوستان ته ورسید. تیلرسن وویل چې هیواد يې اندیښنه لري، ځکه ډیري یاغي ډلې چې پر نورو هیوادونو باندي بریدونه کوي په پاکستان کې پټنځایونه لري.
هغه په نوي دهلي کې خبریالانو ته وویل: «زما واضح نظر چې د پاکستان مشرتابه ته مې هم ویلی دی، دا دی چې موږ د پاکستان د حکومت د امنیت او ثبات په اړه هم اندیښنه لرو.»
هغه زیاته کړه: «دا کیدای شي د پاکستان د ثبات له پاره هم یو ګواښ رامنځ ته کړي. د پاکستان د حکومت په بې ثباتي کې د هیچا ګټه نه شته.»
تیلرسن په داسې حال کې افغانستان، پاکستان او هندوستان ته سفر کوي چې په اګست میاشت کې د سویلي اسیا له پاره د ولسمشر دونالد ترمپ په اعلان شوي ستراتیژي کې پر پاکستان باندي سختې نیوکې شوې دي او پکښې راغلي دي چې واشنګټن به نور په پاکستان کې د داسې ډلو پټنځایونه و نه زغمي چې په افغانستان کې د ناټو پر ځواکونو باندي بریدونه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې هم ګواښ کړی وو چې واشنګټڼ له اسلام آباد څخه مشخصې غوښتنې کړي دي. خو له هندي چارواکو سره بیا د تیلرسن چلن بل ډول وو. هغه له خپلې هندۍ سیالې سوشما سواراج، څخه مننه وکړه چې هیوادې یې په سیمه کې له افراطیت سره د مبارزې په برخه کې د امریکا متحدو ایالاتو تر څنګ ولاړ دی.
د افغانستان په اړه خبري اتري
د هندوستان د بهرنیو چارو وزیري سوشما سواراج، د چهارشنبې په ورځ له تیلرسن سره تر لیدو ورسته وویل چې هیواد یې موافقه کړې ده چې له کابل او واشنګټن سره د افغانستان په اړه خبري اترې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د سویلي اسیا له پاره د خپلې ستراتیژي د اعلان پر مهال پر هندوستان باندي غږ وکړ چې د افغانستان په موضوع کې لا ډيره ونډه واخلي.