د اوکراینیانو پر ژوند د جګړې بد سیوری
پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي برید د یوې اونۍ په تیریدو د دغه هیواد ګڼ ښارونه اوس بله څیره لري. ویجاړي، وران شوي کورونه او په اورونو کې سوځیدلې او ویجاړې شوې ودانۍ اوس هر چیرته تر سترګو کیږي. نور انځورونه یې دلته:
پر اوکراین د روسیې د برید اوومه ورځ
د کیف ښار ته نیږدې د بورودیانګا کوچني ښارګوټي کې د مارچ میاشتې په دومه نیټه چاودنې شوي دي او د روسیې له لوري په دغه ښار کې ګڼ شمیر ودانۍ په نخښه شوي دي. بل لوري ته ګڼ شمیر روسي پوځي موټر او ټانکونه چې د کتار اوږدوالی یې نیږودې ۵۶ کیلومترو ته رسیږي، اوس د اوکراین پلازمینې کیف ته نیږدې شوي دي.
د پلونو ویجاړیدل
کیف ښار ته نیږې یوه ویجاړ شوي پله اوس د خلکو د تګ راتګ له پاره ستونزې راولاړې کړي دي. دغه پل د روسیې د توغندیو په برید کې ویجاړ شوی دی. سربیره پر دې، روسیې د اوکراین پر سترو ښارونو باندې هم خپلو بریدونو ته شدت ورکړی دی.
د ملکیانو کورونه هم په نخښه کیږي
د اوکراین په هورنکا ښار کې روسیې یو شمیر کورونه هم ویشتلي دي. ملګرو ملتونو بیا د اوکراین جګړه ځپلو ته د لږ تر لږه ۱،۵ میلیارده یورو مرستې غږ کړی دی. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي سازمان په حواله له دې پیسو به ۹۸۰ میلیونه یې په اوکراین کې دننه د اړتیاوو د پوره کولو او ۴۹۲ میلیونه یورو یې بیا د اوکرایني جګړه ځپلو له پاره بیلې کړي دي.
د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو بریدونه
د روسیې د ځواکونو سربیره د روسي پلوه بیلتونپالو له لوري هم د اوکراین په ګڼ شمیر سیمو کې بریدونه شوي او دلته په هورلیفکا ښار کې خلک د دغو پیښو شاهدان دي. د هورلیفکا ښار د اوکراين دونيڅک سیمه کې پروت دی چې د بیلتونپالو په کنټرول کې دی.
له اوکراینه د خلکو تیښته
د روسیې تر پوځي برید وروسته د لومړي ځل له پاره د دوشنبې په ورځ د مارچ میاشتې په لومړۍ نیټه د اوکرایني مهاجرینو لومړۍ ډله د ریل ګاډي په واسطه برلین ته ورسیدله. د آلمان پلازمیې برلین او د دې هیواد ګڼ شمیر ایالاتونو د اوکراینې مهاجرینو د منلو له پاره ټټر وهلی دی. سربیره پر دې، د نړۍ ګڼ شمیر هیوادونو هم له اوکراین څخه د خپلو اتباعو په ایستلو پیل کړی دی.
له اوکراینه دفاع
د روسیې تر پوځي برید وروسته له ټولۍ نړۍ څخه ګڼ شمیر اوکرایني وګړو د روسیې پر خلاف د وسلې پورته کولو له پاره اوکراین ته سفر کړی دی. په انځور کې یوه ډله اوکراینان لیدل کیږي چې د جګړې له پاره بیرته اوکراین ته ورګرځي.
د جګړې ناوړه انځور
د کیف ښار ته نیږدې په بوچا ښار کې یو اوکرایني وګړۍ د روسیې د سوځل شویو ټانکونو او پوځي تجهیزاتو تر څنګ تیریږي. روسیې بیا په تیرو څو ساعتونو کې د اوکراین پر خارکیف ښار شدیده بمباري کړي او ګڼ شمیر پوځی او غیر پوځی اهداف یې ویشتلي دي.
د پولیسو مرکز د اور په لمبو کې
د چهارشنبې په ورځ د مارچ میاشتې په دومه نیټه روسي ځواکونو په خارکیف ښار کې هم شدیده بماري کړې ده چې له کبله یې د پولیسو یوه ودانۍ هم ویجاړه شوې ده. اوکراین ویلي چې د روسیې د پوځي برید له پیل راهیسې نیږدې ۲۰۰۰ اوکراینیان وژل شوي دي او سلګونه کورونه او ودانۍ هم ویجاړې شوي دي.
له وطن څخه دفاع
د اوکراین د مختلفو ښارونو اوسیدونکي د روسیې د پوځي برید له پاره چمتووالی نیسي. روسیې بیا په دې ترڅ کې ویلي چې تر اوسه پورې یې ۴۹۸ تنه روسي سرتیري وژل شوي او ۱۵۹۷ تنه نور بیا ټپیان شوي دي.
روغتیايي مرکزونه او ستونزې یې
د روسیې د پوځي برید په نتیجه کې د اوکرایني چارواکو په خبره ګڼ شمیر روغتونونه هم په نخښه شوي دي. په انځور کې لیدل کیږي چې ناروغې میرمنې او نوي زیږیدلي ماشومان تر ځمکې لاندې یوه روغتون ته تللي. ګڼ شمیر اوکرایني وګړي د هوايي بریدونو له ویرې خوندي ځایونو او تر ځمکې لاندې سیمو ته پنا وړي.