د بریتانيا لومړۍ وزیره دنده پریږدي
۱۳۹۸ خرداد ۳, جمعهد بریتانيا صدراعظمې تیریزا مې نن د جمعې په ورځ (۲۰۱۹م کال د می ۲۴مه) وویل چې د محافظه پاله ګوند د مشرۍ او همداشان د صدراعظمۍ له څوکۍ څخه به د جون میاشتي پر اوومه نیټه استعفا وکړي. مې په خپل وینا کې وویل چې په دې ژوره خواشینې ده چې پر ښو هڅو سربیره په دې ونه توانیده چې د بریکزټ یا له اروپایي اتحادیې څخه د بریتانيا د وتلو تړون سر ته ورسوي.
مې وویل چې «بریکزټ زموږ په هیواد کې د ژور بدلون له پاره یو غږ وو. ما خپله پوره هڅه وکړه چې د خلکو اراده تطبیق شي.» مې په خپله وینا کې دا هم وویل چې هغه د دغه هیواد دوهمه صدراعظمه وه، نه وروستۍ. د مې په خبره دا ورته د ویاړ خبره ده چې د هغه هیواد خدمت وکړي چې ورسره مینه لري.
مې به تر هغه وخته لومړۍ وزیره وي چې د هغې ځای ناستی وموندل شي.
د بریتانيا لومړۍ وزیره په وروستیو میاشتو کې هغه مهال د استعفا له سختو فشارونه سره مخامخ شوه چې درې ځله په دې هڅه کې پاته راغله چې له اروپايي ټولني څخه د وتلو له پاره له پارلمان تائید تر لاسه کړي.
په دې هکله د تریزا مې وروستی پلان چې په روانه اوونۍ کې ترې پرده پورته شوه د هغې د دوستانو او مخالفینو له یو ډول تمسخر سره مخامخ شو. د اپوزیسیون سیاستوال جیرمي کوربن دغه پلان د مې د پخواني خراب تړون د تکرار په توګه یاد کړ.
د هغې د ځای ناستې د ټاکل کیدو له پاره سیالي ښایي دغه هیواد ته د جون پر لسمه نېټه د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ تر رسمي سفر وروسته پیل شي. د بریتانيا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هانت، ویلي دي چې تریزا مې به ترمپ ته د صدراعظمې په توګه هرکلی ووایي.
د وروستیو نظر پوښتنو له مخې بورس جانسن دغه پوست ته اوسمهال د خوښې وړ کس بلل کیږي. جانسن چې د بریتانيا د بهرنیو چارو وزیر او د لندن ښاروال تير شوی دی، لا تر مخه په دې هکله زیګنال ورکړی دی او د بریکزټ د چارو پخواني وزیر ډومینک راب، او همداشان له اندریا لیدسم سره د سیالۍ اټکل وکړي.
د تریزا مې کاري دوره له اروپايي اتحادیې څخه د بریتانيا د وتلو موضوع تر سیورې لاندې وه. اوس له اروپایي اتحادیې څخه د بریتانيا د وتلو له پاره د اکتوبر۳۱مه نیټه ټاکل شوې ده چې په هکله یې پارلمان باید یا تړون تائید کړي او یا بې له تړونه له اروپایي اتحادیې څخه ووځي.