د بریتانیا، «یو کې» او انګلستان توپير څه دی؟
د نړۍ یوې برخې ته کله بریتانیا، کله انګلستان او کله هم د «یو کې» کلمه کارول کیږي. آیا دغه نومونه د یوه او بل پر ځای کارول کیږي او یا دا چې په دوی کې فرق هم موجود دی؟
د بریتانیا او شمالي آیرلنډ ګډه پاچاهي یا یوکې «UK»
په حقیقت کې د یو کې مخفف «UK» د بریتانیا او د شمالي ایرلنډ ګډې پاچاهۍ ته ویل کیږي. په انګلیسي اصطلاح کې ورته «یونایټیډ کنګډم» ویل کیږي. په دې ترتیب سره د یو کې مخفف له څلورو هیوادونو انګلستان، سکاټلنډ، شمالي آیرلنډ او ویلز د سیاسي اتحاد څخه استازيتوب کوي.
لويه بریتانیا یا «ګریټ بریټن»
د بریتانیا په ټاپو ګانو کې دوه سترې او په سلهاوو کوچنۍ ټاپوګانې شاملې دي. په دوی کې تر ټولو سترې ټاپو ته یې لويه بریتانیا ویل کیږي چې په اصل کې یوه جغرافیايي اصطلاح ده. په دوی کې انګلستان، سکاټلنډ او ویلز شامل دي. د انګلستان پلازمینه لندن دی، د شمالي آیرلنډ بیلفاست، د سکاټلنډ مرکز ایډنبورو او د ویلز پلازمینه بیا کارډف نوميږي.
بریتانیا
په پښتو ژبه کې او په افغانستان کې د بریتانیا اصطلاح د «UK» له پاره کارول کیږي. بریتانیا یو رومي تاریخي اصطلاح ده او هدف یې انګلستان او ویلز دی. په انځور کې د ویلز او انګلستان ترمنځ د فوټبال یوه سیالي هم لیدل کیږي چې جلا لوبډلې او جامې لري.
انګلستان
زیاتره وخت په افغانستان کې د انګلستان له پاره د «UK» کلمه کارول کیږي چې په اصل کې دا سم نه دي. د دې دلیل ښايي دا وي چې انګلستان د بریتانیې تر ټولو ستر هیواد دی او یا هم د دې له پاره چې د انګلستان او «UK» پلازمینه لندن دی.
د آیرلنډ جمهوريت او شمالي آیرلنډ
د بریتانیې په ټاپو ګانو کې دويمه ستره ټاپو د ایرلنډ ده چیرته چې د آیرلنډ جمهوريت او شمالي آیرلنډ پراته دي. د دوی له ډلې څخه شمالي آیرلنډ د بریتانیا یوه برخه ده.
ژبې
دا چې انګلیسي د بریتانیا د ټولو ټاپوګانو ژبه ده خو د دوی په لهجو کې ډیر توپیر موجود دی. دوی ان د ژبې په اساس پر یو بل باندې ټوکې ټکالې هم کوي.
د شهرت دلیل
د سکاټلنډ خلک په ټوله نړۍ کې د خپل سکاچ (یو ډول شراب) او همدا راز د بیګ پایپز د موسیقۍ له کبله شهرت لري. آیرلنډ بیا د ایرلنډي ویسکي (شرابو) او بیر له کبله مشهور دی او د انګلستان بیا ماهي او چپس ډیر مشهور دي.
اختلافات او احتمالي پاشل کیدل
د بریتانیا په سیاسي اتحاد کې ګڼ شمیر اختلافات هم موجود دي. له اروپايي ټولنې څخه د وتلو یا بریګزیټ په برخه کې د سکاټلنډ خلک په اروپايي ټولنه کې د پاتیدو ملاتړي دي او اوس هم وايي چې د بریګزیټ په صورت کې به دوی له بریتاینا څخه بیل شي.
اروپايي ټولنه او بریتانیا
اوسمهال د آیرلنډ جمهوريت او بریتانیا دواړه د اروپايي ټولنې غړي دي. تر بریګزیټ وروسته، د سوداګریزو راکړو ورکړو د نه کیدو په صورت کې تر ټولو ستره ستونزه د شمالي آیرلنډ او د آیرلنډ د جمهوريت د پولې ستونزه ده. د بریتانیا غوښتنه ده چې په دې پوله دې سرحدي پوستې نه جوړیږي او د توکو آزاد تګ راتګ دې ادامه ولري.
ولې بریګزیټ؟
د بریګزیټ په هکله د ټولپوښتنې یا رفرنډم ملاتړي کامیاب وو. د دوی په حواله په اروپايي ټولنه کې د پاتیدو په صورت کې مهاجرت ډیر شوی او ټولنیزې ستونزې هم زیاتې شوي دي. تر دغې ټولپوښتنې وروسته سیاسي وضعیت اوس هم ادامه لري او د یوې پریکړې د نه کیدو له کبله د بریګزیټ لړۍ هم ادامه لري. اوس د انګلستان نوي لومړي وزیر د اکتوبر ۳۱مه نیټه د بریګزیټ د وروستي تاریخ په توګه ټاکلې ده.