د جمهوري دورې ۷۰ کاله وروسته هم د هند د نوابانو د قصرونو شان او شوکت
په ۱۹۴۴م کال کې ډیر شمیر شاهي میلمانه د «د عمید بهون محل» د پرانیستې په غونډه کې راټول شوي وو. دغه شاهکار چې له تیږو جوړ دی د هند د شمال لویدیځ ښار جودهـ پور، ویاړ هم بلل کیږي.
د ماڼۍ یوه برخه په هوټل اوښتې
د ۱۹۴۴م کال څخه درې کاله وروسته هند له بریتانيي څخه خپلواکي واخیسته. د دې په پایله کې د نوابانو نیمه خپلواکه سیمې د یوې غیر مطمین راتلونکي سره مخامخ وې. د وخت په تیریدو سره ډیری شاهي کورنۍ له منځه ولاړې، خو کومې کورنۍ چې دغه ماڼۍ جوړه کړې وه اوس هم یوه پيژندل شوې کورنۍ ده. دغې کورنۍ اوس د ماڼۍ له یوې برخې هوټل جوړ کړی دی.
د ماڼۍ نوم مهاراجه عمید سنګهـ، د نوم له مخې ایښول شوی
د دغه هوټل منیجر مهر نواز آواري، وایي: «په نړۍ کې به داسې څو هوټلونه وي چې تر څنګ مو مهاراجه، هم واوسیږي. موږ خپلو میلمنو ته داسې احساس ورکوو چې پاچا یا ملکه وي.» پر دغې شاهي قصر د مهاراجه عمید سنګهـ نوم ایښول شوی دی. هغه د مارور راټهور کورنۍ وروستی پاچا وو. قرني سنګهـ جاسول چې له همدغې کورنۍ سره تړاو لري وایي چې د ودانۍ چارې په ۱۹۲۹م کال کې پېل شوې وې.
هند کې د ټولو وګړو برابري
له بریتاني څخه تر خپلواکۍ اخیستو وروسته د هند د نوابانو یو شمیر ریاستونه په جمهوري حکومت کې شامل شول. په لومړیو کې هغوی خپلې دندې، جایدادونه او تر یوې کچې پورې خپله خپلواکمني له ځانه سره وساتله. خو په ۱۹۷۱م کال کې د هند په اساسي قانون کې تعدیل رامنځ ته شو، چې له مخې یې ټول وګړي برابر وګرځول شول او شاهي مراعات له منځه یوړل شول. په همدې توګه د دولت له لوري دغو ریاستونو ته د پیسي ورکول هم بند شول.
د نوابانو کورنۍ له ستونزو سره مخامخ شوې
د مراعاتو تر ختمیدو وروسته هغوی په دې وسوسه کې وو چې د یوه عام وګړي په توګه به څرنګه ژوند کوي. نو له دې کبله د نوابانو ډیر شمیر کورنۍ له ستونزو سره مخامخ شوې. له هغوی سره پیسې نه وي چې کوم کاروبار یې پرې پېل کړی وای. خو د جودهـ پور د سنګهـ کورنۍ خپل جایداد په ښه توګه وساته او د هغې لمن یې هم پراخه کړه.
د جودهـ پور ښار، په اقتصاد کې د دغې قصر نقش
د مهاراجه عمید سنګهـ لمسي یوازې څلور کلن وو چې په ۱۹۵۲م کال کې یې پلار له دې نړۍ سترګې پټې کړې. دغه ماشوم د عمید سنګهـ ماڼۍ او نورو ځمکو یوازینی وارث شو. په ۱۹۷۱م کال کې په اساسي قانون کې تر تعدیل وروسته ځوان سنګهـ د ماڼې له یوې برخې څخه هوټل جوړ کړ او له یوې برخې څخه یي د خلکو له پاره موزیم جوړ کړ. نن ورځ د جودهـ پور ښار، په اقتصاد کې دغه قصر مهم نقش لري.
له ۵۰۰ څخه تر ۱۲۰۰۰ امریکايي ډالرو کرایه
په ماڼۍ کې د ګاج سنګهـ کور او د هوټل ۶۴ خوني دي. په دغه هوټل کې د یوې شپې تیرولو کرایه له ۵۰۰ امریکایي ډالرو څخه نیولی تر ۱۲۰۰۰ ډالرو رسیږي.
زرونو ځایي کسانو ته د کار زمینه برابره شوې
ویل کیږي چې دغې کورنۍ د سیمي د ښیر ښیګڼي له پاره ډیر کارونه هم کړي دي. د اوبو د زیرمو د پراخولو سربیره دغه کورنۍ د تعلیم او کلتوري برخي د ښه والي له پاره هم کار کوي. دغو چارو زرونو ځایي اوسیدونکو ته د کار زمینه برابره کړې ده.