1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دیوالي میلې د نوي ډهلي هوا نوره هم ککړه کړې

۱۳۹۸ آبان ۶, دوشنبه

د هندوانو د مذهبي ډیوالي میلې پر مهال اورلوبو د نوي ډهلي بې له هغه خرابه هوا نوره هم ککړه کړې ده. د یکشنبې په ورځ د زرونو پټاکیو تر چاودلو او اورلوبو وروسته د دوشنبې په ورځ پر ښار باندي د لوگیو یوه پراخه څپه راغلې.

https://p.dw.com/p/3S5DG
Fest der Lichter in Diwali, Indien
انځور: UNI

دغي څپې د کوچنیو خطرناکو ذراتو اندازه ۲،۵ «پي ام» ته لوړه کړه چي د ډهلي په ځینو برخو کي د بين المللي تعین سوي حد څخه ۲۰ برابره هم پورته ده.

د موټرو او فابریکو د گازونو له کبله د دغه ۲۰ ملیوني ښار اوسیدونکي بې له هغه د دوامداره لوگي تر اغیز لاندې دي. دغه ستونزه هغه وخت ډیریږي چي د ښار په شاوخوا کي بزگر ریبل سويو کروندو ته اور اچوي.

Indien gesundheitsschädlicher Smog in Neu Delhi
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Swarup

په دغه ښار کي د هوا د مخ پر ډیریدونکې ککړتیا له کبله د هندوستان ستري محکمې د دیوالي میلې پر مهال د پټاکیو استعمال او اورلوبي بندي کړې خو د یکشنبې په ورځ (د اکتوبر پر ۲۷مه) ډیرو لږو کسانو دغه ممانعت مراعت کړ.

د ۲،۵ «پي ام» کوچنیي ذرات کیدای سي د وینې له لاري سږو ته داخل سي او بیا تنفسي او د زړه سختي ناروغۍ رامنځته کړي.