د روسیې د ولسمشر ولادیمير پوتين سیاسي ژوند ته لنډه کتنه
نن یکشنبه د مارچ میاشتې په اتلسمه نیټه په روسیې کې ولسمشریزې ټاکنې جریان لري. په دغو ټاکنو کې د ولادیمير پوتین بریالیتوب یقیني ګڼل کیږي. په دې انځوریز رپوټ کې د پوتین سیاسي ژوند ته لنډه کتنه شوې.
ولادیمیر ولادیمیروِچ پوتین د ۱۹۵۲ کال د اکتوبر میاشتې په ۷ نیټه د پخواني شوروي اتحاد په لینن ګراد (نني سانکت پېترسبورګ) ښار کې نړۍ ته سترګې پرانیستلې. د هغه پلار ولادیمیر پوتین نومیده چې په یوه فابریکه کې یې د فورمین یا کارګرانو د مشر په توګه دنده ترسره کوله.
پوتین په ۱۹۷۵ کال کې د حقوقونو په څانګه کې خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړې او تر هغه وروسته یې د دغه هیواد د ملي امنیت په کمیټې «KGB»کې کار پیل کړ. له ۱۹۸۵ څخه تر ۱۹۹۰ م کاله پورې یې د آلمان په درسدن ښار کې د بهرني جاسوس په توګه دنده ترسره کړې. پوتین وروسته تر دې د لینن ګراد په پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو د څانګې مرستیال وټاکل شو.
هغه په ۱۹۹۱ م کال کې له «KGB» څخه استعفا ورکړه او د سیاست په ډګر کې یې قدم کیښود او د لینن ګراد د ښاوال د مشاور په توګه یې دنده پیل کړه.
په ۱۹۹۷ م کال کې نوموړی د هغه وخت د ورسیې د پخواني ولسمشر بورس یلسن د دفتر مرستیال وټاکل شو او تر دې یو کال وروسته یې د فدرال امنیتي خدماتو ادارې(FSB) د مشر په توګه دنده اشغال کړه.
د ۱۹۹۹م کال د اګست میاشتې په ۹ نیټه د هغه وخت ولسمشر بورس یلسن هغه د لومړي وزیر په توګه وټاکه. یلسن چې د کړکیچونو سره مخامخ وو له خپلې دندې استعفا وکړه او پوتين یې د عبوري حکومت د مشر په توګه تعين کړ.
پوتين د ۲۰۰۰ م کال د مارچ میاشتې د ۲۶ نیټې په ټاکنو د ولسمشر په توګه وټاکل شو. هغه د خپلې واکمنۍ په لومړیو کلونو کې پر اقتصادي ستونزو برلاسه شو چې له امله یې په ولس کې خپل محبوبیت زیات کړ.
د ۲۰۰۴ م کال د مارچ میاشتې په ۱۵ نیټه په ولسمشریزو ټاکنو کې هغه یو وار بیا بریالیتوب ترلاسه کړ او د یوې بلې دورې له پاره هم د روسیې د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
پوتين د روسیې لومړی ولسمشر وو چې اسرائیلو ته یې سفر وکړ. همدارنګه هغه د بریتانیې له لومړي وزیر سره هم ولیدل او له دغه هیواد سره یې په ګډه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې اعلان وکړ.
دا چې د روسیې د قانون له مخې یو شخص نه شي کولی په پرله پسې ډول د دوو دورو څخه زیات ولسمشر شي، نو پوتين د ۲۰۰۸ م په ټاکنو کې د لومړي وزیر پوست ترلاسه کړ. په دې وخت کې د پوتین ډیر نږدې ملګری دیمتري میدویف د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د ۲۰۱۱ م کال د سپټمر میاشتې د ۲۴ نیټې په ولسمشریزو ټاکنو میدویدف یو وار بیا پوتین د ولسمشرۍ له پاره نوماند کړ. په دې وخت کې پوتین وړاندیز وکړ چې که چیرې په پارلماني ټاکنو کې د میدویدف سیاسي ګوند «یونایډټ رشیا» بریالیتوب ترلاسه کړ، نو هغه به لومړی وزیر کړي.
د ۲۰۱۲ م کال د مارچ د څلورمې نیټې په ولسمشریزو ټاکنو کې پوتین ۶۵ سلنه رایې ترلاسه کړې او د دریم ځل له پاره د ولسمشر په توګه وټاکل شو. خو اپوزیسیون په ټاکنو کې د درغلیو تورونه ولګول او د ټول هیواد په کچه د هغه پر ضد مظاهرې پيل شوې.
د ۲۰۱۷ م کال د دسمبر میاشتې په ۶ نیټه پوتین اعلان وکړ چې هغه به د څلورمې دورې له پاره هم ځان نوماند کړي. د ۲۰۱۸ کال د مارچ میاشتې د ۱۸ نیټې په ولسمشریزو ټاکنو کې یو وار بیا د پوتین بریالیتوب یقینې ګڼل کیږي.