د ستونزمني دپلوماسۍ هنر لرونکی سياستوال ګېنشر مړ سو
هانس ديتريش ګېنشر، د آلمان د آزاد ليبرال ګوند غړی او د خپل وخت ددغه هیواد د بهرنیو چارو سياست مهم طراح وو. ګېنشر د خپلې دپلوماسۍ په برخه کي ډېر مشهور وو.
همېشه متوجه
ګېنشر ته د يو ځيرک دپلومات او د آلمان د شرق او غرب د بېرته متحده کېدو د مهندس په سترګه کتل کيږي. د آلمان د آزاد ليبرال ګوند سياستوال او د خپل وخت د بهرنيو چارو وزير ګېنشر هميشه متوجه وو او د وخت تقاضاوي يې ښه ارزولای سوای. د هغه په هکله ويل کيږي چي په دې هم زياتو خلکو ورته احترام درلود چي په غور به يې د نورو خبري اورېدې.
ګېنشر په ختيځ آلمان کي زېږېدلی وو
ګېنشر د آلمان د زاکسن انهالت ايالت هاله ښار ته نژدې زېږېدلی وو. نوموړي هلته د شرقي آلمان د کمونستي ګوند واکمني ليدلې وه. هغه په ۱۹۵۲م کال له حقوقو پوهنڅی تر فراغت وروسته د آلمان لوېديځ برېمن ښار ته کوچ وکړ. نوموړي هلته د وکيل په توګه کار پېل کړ.
اصلي دپلومات
ګېنشر د بهرنيو چارو په وزارت کي تر ټولو وړ دنده وموندله. هغه د سوسيال ديموکرات ګوند د سياستوال هلمُت شمدت د صدراعظمۍ پر وخت په ۱۹۷۴م کال کي د بهرنيو چارو وزير او د ولسمشر مرستيال سو. نوموړي د آلمان د بهرنيو چارو پر وزارت يو بې ساري اغېز پرېښود.
نوي اتحادونه
د آلمان ولسمشر د ۱۹۸۲م کال د سپتامبر پر ۱۷مه نېټه د ګېنشر په شمول د آزاد ليبرال ګوند درو وزيرانو ته له دندو د ليري کېدو اسناد ورکړل. دا له هغه وروسته چي د آزاد ليبرال ګوند او سوسيال ديموکرات ګوند حکومتي اتحاد مات سو. خو لنډه موده وروسته د مسيحي اتحاد او آزاد ليبرال ګوند تر منځ حکومتي اتحاد رامنځ ته سو او ګېنشر د هلمت کوهل په صدراعظمۍ کي بيا د بهرنيو چارو وزير سو.
د آزادۍ جملې
ګېنشر د دې له پاره هم مشهورده دی چي د ۱۹۸۹م کال د سپتامبر په آخره کي يې د شرقي آلمان بندو راغلو کډوالو ته په پراګ کي پيغام واوراوه، چي هغوی کولای سي غربي آلمان ته سفر وکړي. دغه پيښه د آلمان د بېرته متحد کېدو په برخه کي يو مهم ګام بلل کيږي.
تاريخي لحظې
هلمت کوهل او ګېنشر په ۱۹۹۰م کال په قفقاز کي د هغه وخت د شوروي اتحاد له جمهوررئيس ميخايل ګورباچوف سره ملاقات وکړ. هغوی د آلمان تر۴۰ کاله بېلتون وروسته بېرته د شرقي او غربي آلمان د متحده کېدو پر موضوع خبري وکړې.
د اروپايي اتحاد پر لور يو بل مهم ګام
ګېنشر او تيو وايګل د ۱۹۹۲م کال په فبرورۍ مياشت کي په ماستريشت کي د اروپايي ټولني اقتصادي او پولي اتحاد تړون لاسليک کړ. دا ګام د يورو پولي واحد د رامنځ ته کېدو پر لور ډېر مهم وو.
د عروج پر وخت مخه ښه
ګېنشر د خپل سیاسي کار تر پای ته رسولو وروسته وويل: «زه ځان خوشبخت احساسوم چي پخپله مي د فيصلې امکان درلود، چي څه وخت مخه ښه وکړم.» نوموړي په ۱۹۹۲م کال د خپلو ډاکټرانو تر مشورې وروسته له خپلو ټولو سياسي چوکيو څخه استعفا وکړه. هغه ۲۳ کاله حکومتي غړی او ۱۸ کاله د بهرنیو چارو وزير وو.
منځګړی ګېنشر
که څه چي ګېنشر په ۱۹۹۲م کال لا له سياست سره مخه ښه کړې وه، خو هغه د خپل ژوند تر زيات وخت پوري لا فعال وو. د بېلګي په توګه نوموړي په ۲۰۱۳م کال له زندانه د روسي حکومت د منتقد او ميلياردر ميخايل خدرکوفسکي په آزادولو کي مهم رول لاره.