د غيرقانوني مهاجرتونو پر وړاندي گډ اقدام
۱۳۹۹ مرداد ۳, جمعهد همږغۍ دغه ګډ پلت فورم په ويانا کي د شلو هيوادونو د استازو د يوه ګډ کنفرانس په نتيجه کي رامنځته سوی دی. په هغه کي بايد د اروپايي ټولني او لويديځ بالکان هيوادونو ګډ تدابير سره هماهنګ سي.
د سرحدونو د ساتني ترڅنګ بايد د هغو کسانو بيرته استول هم ممکن سي چي د پاتيدو اجازه نه لري او د پناه غوښتني چټکه پروسه تطبيق سي.
د جرمني د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر د ژورناليستانو په مخکي وويل چي آلمان په ورځ کي له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ پوري مهاجرو په درلودلو سره، بيرته د کرونا بحران مخکي وخت ته رسيدلي او امکان لري چي دغه حالت همداسي دوام پيدا کړي.
ورته موضوع: یو وار بیا اروپا ته غیر قانوني مهاجرت ډیر شوی دی
له همدې کبله زيهوفر ددې کار هرکلی کوي چي دولتونه په ويانا کي د يوه ګډ همږغي کوونکي سيسټم پر جوړولو باندي موافقه کړې.
زيهوفر د هغو دولتونو ګډ دريځ ته چي د بالکان پر لار پراته دي، د مخکي له مخکي خبرداري سيستم په سترګه ګوري. د هغه په خبره د مخکي له مخکي موافقې له لاري دا ممکن کيږي چي په نړيواله سطحه تدابير ترلاس لاندي ونيول سي.
په جون مياشت کي د اروپايي ټولني د سرحدونو د ساتني آژانس فرونتيکس په حواله، د مديترانې له ختيځي لاري يعني د ترکيې او يونان څخه په می مياشت کي ۱۲۵۰په غيرمنظم ډول له سرحد څخه د اوښتلو پيښي ليدل سوي دي. دا د اپريل مياشتي په پرتله اته برابره زياتوالي ښيي.
د مهاجرو د سياست په اړه اروپا پاليسي ته وده ورکول
د پناه غوښتني په اړه د اروپايي ټولني نوي سياست ته په کتو سره زيهوفر اعلان کړی دی چي آلمان غواړي په سپتمبر کي د اروپايي ټولني کميسيون له خوا وړانديزونو ته وده ورکړي. خو دغه موضوع به اروپايي ټولنه د نورو ډيرو کلونو له پاره مصروفه وساتي او هيڅ يو غړي به په يوازي ډول ونه سي کولای دغه نړيوال مشکل حل کړي.
د ويانا په هوفبورګ کي دغه دوه ورځني کنفرانس کي د زيهوفر او د هغه د اتريشي همتا کارل نيهامير تر څنګ، د ډيرو هيوادونو داخله او د مهاجرت چارو وزيرانو او همدارنګه د مهاجرت له پاره د اروپايي ټولني د کميسيون د مشر مرستيال مارګريتيس شايناس هم برخه اخيستې وه.