1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتامریکا متحده ایالات

د مايکل جوردن لنډ کميس په درې ميليونه ډالرو ليلام شو

۱۴۰۲ خرداد ۶, شنبه

د نن څخه څه کم ۳۱ کاله پخوا د بارسلونا المپيک لوبو په يادګاري توکو کې د امريکا د وتلي باسکټبال ستوري مايکل جوردن ټي شيرټ يا لنډ کميس هم شامل و چې په درې ميليونه ډالره ليلام شو.

https://p.dw.com/p/4RtAx
Basketball  I Michael-Jordan-Trikot
انځور: Sothebys/dpa/picture alliance

د متحده آيالاتو د باسکټبال پخواني ستوري کارل مېلون چې د ۱۹۹۲م کال د جادويي ډلې (ډريم ټيم) غړی دی، د المپيک سياليو ۲۴ يادګاري توکي په پنځه ميليونه امريکايي ډالرو ليلام کړل. يوازې درې ميليونه ډالر هغه ټي شيرټ يا لنډ کميس لاسته راوړل چې مايکل جوردن د ليتوانيا په وړاندې په نيمه پايلوبه کې د سترې بريا پرمهال اغوستی و.

یوه جوړه سپورټي بوټونه تر دوه میلون ډالرو په لوړه بیه خرڅ سول

د ګولدين په نوم د ليلامۍ خونه داسې توکي هم وړاندې کړل لکه د لېري بيرډ لنډ کميس چې د ليتوانيا په وړاندې لوبه کې يې اغوستی و. دغه کميس ۳۶۰ زره ډالره په لاس راوړل. مېلون چې ډېر کلونه د يوټا جاز په لوبډله کې مخکښ لوبغاړی و، دغه کلکسيون ډېر کلونه د موټرو په خپل يوه پلورنځي کې ساتلی و.

جرمني: د بېکمن یوه تابلو په ۲۰ ميلیونه یورو خرڅه سوه

د متحده آيالاتو د باسکټبال ملي لوبډله تقريبا ۳۰ کاله پخوا د دوبنيو لوبو پرمهال په سياليو کې غالبه وه چې په لومړي ځل د امريکا د ان بي اې ليګ مسلکي لوبغاړو په المپيک کې ګډون کړی و. په پايلوبه کې دغې افسانوي لوبډلې د کروشيا په وړاندې بريا ترلاسه کړه. د مېلون، جوردن او بيرډ تر څنګ په دغه لوبډله کې مېجيک جانسن، چارلز بارکلي، ډيويډ روبينسون او پاټريک ايوينګ هم ګډون درلود.

آ./ن.ص./ش.ن.