د مهاتما ګاندي د قتل ۷۰ تلین - د گاندي د زیږون او قتل سفر
د ۱۹۴۸م کال د جنورۍ میاشتې په ۳۰مه نیټه موهن داس کرم چند ګاندهي ووژل شو. په هندوستان کې له بریتانیا څخه د خپلواکۍ اخیستو له پاره نوموړي ته د یوه لارښود په توګه لیدل کیږي. په دې انځوریز البوم کې د هغه ژوند ته کتنه کوو.
د ګاندي زیږون
موهن داس کرم چند ګاندي د ۱۸۶۹م کال د اکتوبر میاشتې په ۲ نیټه د هندوستان د ګجرات ایالت په پوربندر ښار کې زیږیدلی دی. د هغه د پلار نوم کرم چند ګاندي وو. د موهن داس د زیږون پرمهال، د هغه پلار کرم چند د پوربندر ښار لومړی وزیر وو.
د ګاندي ګډ ژوند
په ۱۸۸۳م کال کې موهن داس کرم چند ګاندي له کستوریا ماکانجي کپاډیا سره واده وکړ. هغه مهال د هغوی دواړو عمر ۱۳ کاله وو. دوی دواړو څلور بچیان درلودل.
لندن ته تګ
موهن داس ګاندهي په ۱۸۸۸م کال کې د لوړو زده کړو له پاره لندن ته ولاړ. په لندن کې نوموړي تر ۱۸۹۱م کال پورې حقوق ولوستل. تر قانون پوه کیدو وروسته، نوموړی بیرته هندوستان ته وګرځید.
د وکالت پیل
په ۱۸۹۳م کال کې موهن داس ګاندي سویلي افریقا ته ولاړ او هلته یې په وکالت پیل وکړ. د وکالت دغه لړۍ تر ۱۹۱۵م کال پورې روانه وه. په همدې ترڅ کې یعنې په ۱۹۱۳م کال کې نوموړي د لومړي ځل له پاره د «عدم تشدد» نظریه وړاندې کړه.
د نافرمانیو خوځښت
په ۱۹۲۱م کال کې د هندوستان کانګریس ګوند ګاندي ته مهم مسوولیتونه ور وسپارل. تر دې وخته پورې هغه په هندوستان کې د انګریز واکدارانو پر خلاف د روانو هڅو په تړاو یو ښه اخلاقي مثال یا ځواک ګرځیدلی وو. په همدې ورځو کې ګاندي د انګریز واکدارانو پر خلاف د ملکي نافرمانیو خوځښت پیل کړ. هغه وخت بیا ګاندي ونیول شو او دوه کاله په زندان محکوم کړل شو.
د مالګې مارش
په ۱۹۳۰م کال کې مون داس ګاندي د «مالګې د مارش» په نامه مشهور مشار پیل کړ. دغه اعتراض په اصل کې په ایالتي کچه د مالګې د اجارې پر خلاف وو. په دې ترڅ کې ګاندي نږدې ۳۵۰ کیلومتره اوږد سفر وکړ او له په دې هڅه کې وو چې خلک په خپل مارش کې شامل کړي. د دې مارش له امله ګاندي او د هغه زرګونه ملګري زنداني هم شول.
د نه خوراک اجتجاج
په ۱۹۳۲م کال کې ګاندي د نه خوړلو په احتجاج لاس پورې کړ. د ګاندي دغه احتجاج د هندوستان په ټولنه کې د ذات پالنې پر ضد وو. په هندوستان کې د «اچهوت» په نامه یوې ټولنې مساوي حقوق نه درلودل.
«هند ترک کړئ» خوځښت
په ۱۹۴۲م کال کې موهن داس ګاندي په هندوستان کې د بریتانوي حکومت خلاف د «هند ترک کړئ» تر نامه لاندې یو خوځښت پیل وکړ. د خلکو په دې خوځښت کې ګڼ شمیر کسانو د هغه ملتیا کوله. نوموړی یو ځل بیا هم د خپل دې خوځښت له امله ونیول شو او تر ۱۹۴۴م کال پورې په زندان کې وو. په دې ترڅ کې نوموړي په هندوستان کې د خلکو د خپلواکۍ له پاره هلې ځلې کولې.
د هندوستان د ویش خلاف ګاندي
په ۱۹۴۷م کال کې هندوستان خپله خپلواکي ترلاسه کړه چې له امله یې هندوستان او پاکستان د نړۍ په نقشه کې دوه خپلواک هیوادونه ور زیات شول. که څه هم موهن داس کرم چند ګاندي د هندوستان دویش خلاف وو، خو بیا هم د هغه ټولې هڅې په اوبو لاهو شوې.
د ګاندي قتل
د ۱۹۴۸م کال د جنوري میاشتې په ۳۰مه نیټه ګاندي په قتل ورسید. د هغه د قتل تور پر یو هندو سخت دریځي ولګول شو. د هند د دې وتلې څیرې د دفن په مراسمو کې کابو دوه میلیونه هندوانو ګډون وکړ.