د مهاجرو بحران د اروپايي ټولني پر بوديجه اغېزه کوي
۱۳۹۵ تیر ۱۱, جمعهد اروپايي ټولني د اټکلونو پر اساس د مهاجرو پربحران د غلبې حاصولو په خاطر په راتلونکي ۲۰۱۷م کال کي یوازي د ټولني په دننه کي درو ميلیاردو یورو او تر ټولني دباندي پروژو له پاره نورو ۲.۲ ميلیاردو یورو ته اړتیا سته.
په دغو پیسو سره به د مثال په ډول د سرحدي او ساحلي دفاع مصارف تمویل او پردې سربیره به یوه برخه ترانزیټ هیواد ترکیې ته په اختیار کي ورکول سي.
د اروپايي ټولني- ترکیې تر منځ د مهاجرو تړون پر اساس که دغه هیواد د مهاجرينو پر مخ د اروپا لار وتړي، نو د اروپايي ټولني هيوادونه باید ورسره په ميلیاردو یورو مرسته وکي.
اروپا ته د مهاجرت په اړه نور معلومات دلته لوستلای سئ
کمیسارۍ په همدې خاطر د راتلونکي عیسوي کال له پاره د مجموعأ ۵،۲ ميلیارده یورو اټکل کړی دی. د ۲۰۱۶م کال له پاره د تر څلورو ميلیاردو یورو پوري اټکل سوی دی.
بریکزیټ ته په کتلو سره کمیسارۍ د پنجشنبه په ورځ (۲۰۱۶ م کال د جون۳۰مه نیټه) څرگنده کړه، چي د بریکزیټ ریفرندم په لومړي سر کي د اروپايي ټولني پر بوديجه او مالي پلانونو باندي کوم اثر نه لري. ځکه چي هغه په ۲۰۱۷م کال کي په نظر کي نه ؤ نیول سوی.
په همدې دلیل بریتانیا تر هغو پوري چي د اروپايي ټولني غړی هیواد وي، هم یې حقوق لري او هم یې باید مکلفیتونه ادأ کړي.