د مېرکل او مودې تر منځ لیده کاته
۱۳۹۶ خرداد ۹, سهشنبهد آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل په برلین کې د میزه بېرگ په حکومتي میلمستون کې د هند صدراعظم نریندر مودي ته هر کلی ووایه. په پام کې ده چې د سه شنبې په ورځ په یوه لویه غونډه کې پر مهمو موضوعاتو خبرې اترې وشي. د آلمان په صدرات مقام کې په دغه څلورمه حکومتي غونډه کې مېرکل، مودي او د اړونده چارو وزیران پر اقتصادي، د پوهې، تیکنالوژۍ، اقلیمي سیاست او پراخیتایي چارو موضوعاتو باندې غږیږي. دا چې په بېلا بېلو برخو کې کار وشي، اټکل کیږي چې ډیر شمیر تړونونه لاسلیک شي.
په پام کې ده چې په جولای میاشت کې د پرمختللو صنعتي او صنعتي کیدو په درشل کې هیوادونو د جي ۲۰ سرمشریزه هم په خبرو اترو کې شامله وي. دغه سرمشریزه د آلمان په بندري ښار هامبورگ کې ترسره کیږي. په تیره اوونۍ کې د جي ۷ او همداشان د ناټو غونډو تر ناکامۍ او د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر ترمپ د لگښت ساتنې سیاست شالید ته په کتو سره ښایي د آزادې نړیوالې سوداگرۍ په هکله هم بحثونه وشي.
د آلمان – هند حکومتي غونډې له ۲۰۱۱م کال راهیسې هر دوه کاله وروسته تر سره کیږي. د دواړو هیوادونو تر منځ په تیرو کلونو کې سوداگریزه راکړه ورکړه ډیره شوې ده. آلمان په اروپایي اتحادیه کې د هند مهم او په نړیواله کچه شپږم مهم تجارتي شریک گڼل کیږي. د آسیا پاسفیک کمېټې په وینا اوسمهال د آلمان او هند تر منځ سوداگري ۱۷ میلیاردو یورو ته رسیږي چې پکښې له دې جملې څخه هند ته د لسو میلیاردو یورو په ارزښت صادرات شامل دي.