د نړۍ مهم خبرونه په انځورونو کې
په زابل ولایت کې اته سیمه ییز پولیس په مرموز ډول وژل شوي دي
په زابل ولایت کې اته تنه سیمه ییز پولیس په خپله پوسته کې په مرموز ډول وژل شوي دي. سیمه ییزو چارواکو ویلي دي چې دغه پیښه تیره شپه د ارغنداب په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. هغه زیاته کړې ده چې اوس یو پلاوی سیمې ته د پیښې د څرنګوالي د روښانولو په موخه استول شوی دی. د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي له رسنیو سره په خبرو کې د دغې پیښې پړه پر غاړه اخیستې ده.
کیري: د کډوالو د ناورین پر اساسي حل باید غور وشي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د بریتانیا ته د خپل سفر پر مهال، اروپا ته د ډیر شمیر کډوال راتګ، یو انساني ناورین وباله. هغه روښانه کړه چې د امریکا متحده ایالاتو له خوا د لس زرو سوریایي کډوالو منل کافي نه دي. کیري وویل چې امریکا اوس د نورو لارو چارو په لټه کې ده. دغه امریکایي چارواکي په عین حال کې ټینګار وکړ چې د کډوالو د کړکیچ د له منځه وړلو پر اساسي لارو چارو باندې باید غور وشي.
په مصر کې نوی حکومت کار پیل کړ
په مصر کې د جمهور رییس عبدالفتاح السیسي نوي حکومت خپل کار پیل کړ. د کابینې د ۳۳ وزیرانو په ډله کې ۱۴ تنه نوي کسان شامل دي خو د مالیې، بهرنیو او کورنیو چارو په څیر مهمو وزارتونو کې بیا کوم بدلون نه دی رامنځ ته شوی.
د امریکا او روسیې د دفاع وزیرانو د سوریې په اړه خبرې کړې
د امریکا د دفاع وزارت یا پنتاګون خبر ورکړی دی چې د دفاع وزیر اشتون کارتر، له خپل روسیي سیال سره د تلیفون پر ګرښه خبرې کړې دي. د خبرو اترو اصلي موضوع د سوریې روان کړکیچ په ګوته شوی دی. امریکا د ۲۰۱۴ کال په مارچ میاشت کې د کریمیا د کړکیچ له کبله له روسیې سره خپلې پوځي خبرې د تعلیق حالت ته راوستې وې، خو واشنګټن بیا د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې له روسیې سره خپل پوځي ډیالوګ پیل کړي.
اوباما له کاسترو سره د تلیفون پر کرښه خبرې کړې دي
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما له د کیوبا د حکومت له مشر راول کاسترو سره د تلیفون پر کرښه خبرې کړې دي. دا په اپریل میاشت کې د دواړو مشرانو تر منځ په پاناما کې تر تاریخي لیدنې وروسته لومړی ځل دی چې اوباما له کاسترو سره مستقيمې خبرې کوي. پلان شوې ده چې پاپ فرانسیس به دواړو هیوادونو ته سفر وکړي. اوباما او کاسترو د منځګړي په توګه د پاپ فرانسیس پر نقش باندې ټینګار کړی دی.
اروبايي ټولنه د اقلیم بدلون په اړه راتلونکي کنفرانس کې مشترک موقف لري
د اروپايي ټولنې غړو هیوادونو د دسمبر په میاشت کې په پاریس کې د اقلیم بدلون په اړه ترسره کیدونکو کنفرانس له پاره پر یوه مشترک موقف باندې توافق کړی دی. دغو هیوادونو توافق کړی دی چې له ۲۰۲۰ کال وروسته باید د اروپايي ټولنې د ګلخانه یې ګاز د تولید کچه مخ په کمیدو شي او تر ۲۰۵۰ کاله پورې باید د ۱۹۹۰ کلونو په مقایسه ۵۰ سلنه کمه شي.
د ۲۰۱۵ کال په دویمو څلور میاشتو ۲۱۳ زره کسانو په اروپا کې پناه غوښتې
د ۲۰۱۵ کال په دویمو څلورو میاشتو کې لږ تر لږه ۲۱۳ زره کسانو په اروپايي ټولنه کې پناه غوښتې ده. د اروپا د احصائیو ادارې یا یورو ستات، ویلي دي چې د دغو کسانو له ډلې څخه تر یو پر دریمې برخې ډیرې په آلمان کې خپل غوښتونلیکونه ورکړي دي. تر ټولو ډیر پناه غوښتونکي سوریایان دي. په دویم او دریم ځای کې په ترتیب سره د افغانستان او البانیا وګړي راځي.
په غزې او بیت المقدس کې بیا تاوتریخوالی رامنځ ته شوی دی
د جمعې په ورځ هم په بیت المقدس او د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې د اسرائیلي ځواکونو او فلسطینیانو تر منځ نښتې رامنځ ته شوې. په بیت المقدس کې درې پولیس د هغوی پر موټر باندې تر یوې چاونې وروسته ټپیان شول. د پیښې په تړاو پنځه فلسطینیان نیول شوي دي. په عین حال کې د جمعې په ورځ اسرائیلي جنګي الوتکو د غزې په تراړه کې د حماس ډلې پر اډو باندې بریدونه وکړل.
افراطیانو په سوریې کې ۵۶ سرتیري وژلي دي
سوریایي اسلامپاله افراطي جنګیالیو د دغه هیواد په شمال ختیځ کې د سوریې د حکومت ۵۶ تنه سرتیري په ډله ییزه توګه وژلي دي. دغه وژنه د ادلب ښار په یوې پوځي اډې کې رامنځ ته شوې ده. دغه اده د روانې میلادي میاشتې په پیل کې د النصره جبهې لاس ته ولویده. دغه ډله د القاعدې شبکې یوه شاخه ده.
د یونان په ټاکنو کې نزدې رقابت
د نظر سنجیو له مخې د یونان د چپیانو ګوند سیریزا د محافظه کاره اپوزیسیون په پرتله په ټاکنو کې یو څه مخکې ده. په یونان کې به د یکشنبې به ورځ پارلمانې ټاکنې وشي. نظر سنجۍ ښيي چې یو ګوند به هم په پارلمان کې اکثریت ترلاسه نه کړی. په یونان کې دریمه قوي سیاسي ځواک ښي اړخه افراطي ګوند دی.