د نړۍ مهم خبرونه په انځورونو کې
کمپبیل: په کندز کې مو د افغان پوځ په غوښتنه هوایي برید کړی
د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال کمپیل، وویل چې په کندز کې د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون باندې تر هوایی برید لږ مخکې افغان پوځیانو له امریکایانو څخه د هوایی ملاتړ غوښتنه کړې وه. دغه امریکایی چارواکي روښانه نه کړه چې ایا په همدې برید کې د بې سرحده ډاکترانو روغتون په نښه شوی وو او که نه. کمپیل وویل چې د افغان په سیمه کې هوایی برید ترسره شو چې په پایله کې یې ملکیانو ته مرگ ژوبله اوښتې.
میرکل هندوستان ته ورسیده
د آلمان صدراعظمي هندوستان ته د خپل درې ورځني سفر پر مهال له دې هیواد سره د لا پراخې همکارۍ خبره کړې ده. میرکل به د دوشنبې په سهار په نوي دهلي کې د هندوستان له لومړي وزیر نریندرا مودي سره وویني. تمه کیږي چې د دواړو هیوادونو تر منځ د تجارت او پانګونې وده او د آزاد تجارت په برخه کې پرمختګ د میرکل د سفر په اصلي اجندا کې وي. آلمان اوس هم په اروپا کې د هندوستان تر ټولو لوی تجارتي شریک دی.
سږ کال ښایي آلمان ته ۱،۵ میلیونه کډوال راشي
د «بیلډ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې د اړونده مقاماتو د یوې وړاند وینې په حواله لیکلي دي چې ښایي د اکتوبر له میاشتې څخه تر دسمبر میاشتې پورې نور ۹۲۰ زر کډوال آلمان ته راشي. د نوموړې ورځپاڼې د رپوټ له مخې له دې سره ښایي سږ کال آلمان ته د راتلونکو کډوالو شمیر تر یو نیم میلیون کسانو پورې ورسیږي. د آلمان فدرال حکومت تر اوسه په رسمي توگه سږ کال له ۸۰۰ زرو څخه تر یو میلیون مهاجرو د راتگ اټکل کاوه.
اوردوغان له اروپايي چارواکو سره د کډوالو د کړکیچ په اړه خبرې کوي
د ترکیې رییس جمهور رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له لوړپوړو چارواکو سره د کډوالو د کړکیچ په اړه خبرې اترې کوي. ترکیه د کډوالو د کړکیچ د حلولو په برخه کې مهم هیواد بلل کیږی ځکه له همدې لارې د سوریې او افغانستان ډیر شمیر وګړي ځانونه اروپا ته رسوی.
په پرتګال کې حاکم ایتلاف په ټاکنو کې بریا اعلان کړې ده
په پرتګال کې حاکم ایتلاف په ټاکنو کې خپله بریا اعلان کړې ده. د اپوزیسیون مشر هم د یکشبنې په ورځ خپله ماتې ومنله او د پرتګال د اوسني لومړي وزیر پیدرو پاسوس ته یې د هغه د بریا له کبله مبارکي وویله. پاسوس ویلی دي چې هغه به اوس د نوي حکومت د جوړولو له پاره کار پیل کړي.
اسد په خپل هیواد کې د روسیې د هوایي بریدونو ملاتړ وکړ
د سوریې ولسمشر بشار الاسد په خپل هیواد کې د روسیې د هوایي بریدونو ملاتړ کړی دی. له یوه ایراني تلویزیون سره په مرکه کې، اسد ویلي دي چې دغه بریدونه باید بریالي شي، که نه نو د هغه په خبره ټوله سیمه له ګواښ سره مخامخمیدای شي. روسیې تیره اوونۍ په سوریه کې د «اسلامي دولت» نومې ترهګرې ډلې پر ضد هوایي بریدونه پیل کړل.
په کشمیر کې د درو هندي سرتیرو مړي موندل شوي دي
د کشمیر په غرنی او ناآرامه یسیمه کې د پاکستان او هند پر پوله، درې هندي سرتیري وژل شوي دي. د هندوستان د پوځ یوه ویاند د دوشنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د دغو سرتیرو مړي په ځنګلونو کې هغه وخت وموندل شول چې هندي پوځیان د یاغیانو په لټه کې وو. ویل کیږي چې دغه سرتیري کیدای شي تیره شپه د یاغیانو له خوا وژل شوي وي.