د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
غزه کې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي دي
د هغو فلسطينيانو شمېر چې د جمعې په ورځ د اسرائيل په سرحد کې د سختو احتجاجونو په وخت وژل شوي دي، نهو تنو ته ختلی. د فلسطينيانو د روغتيا وزارت په حواله د غزې په تراړه کې د نښتو له امله څه باندې ۱۳۰۰ کسان ژوبل شوي دي. ويل کيږي چې د مړو په ډله کې يو فلسطيني ژورناليست هم راځي. اسرائيلي پوليسو د پوځ په حواله په هدفمن ډول او په اصلي مرميو د ډلو پر مشرانو باندې ډزې کولې. اوښکي بهونکی ګاز هم استعمال شوی.
لولا زندان ته حاضر نه شو
د برازيل پخواني ولسمشر، لويس ايناسيو لولا دا سيلوا، د خپل بند شروع کېدلو ته ټاکل شوی وخت نه دی مراعات کړی. نوموړي ۷۲ کلن سياستوال، ځان د کوريتيبا ښار کې فدرالي پوليسو ته تسليم کړی نه دی، لکه څنګه چې يې د يوې محکمې له خوا امر شوی و. د دې پر خای لولا په ساو پاولو کې د يوې صنفي اتحاديې په ودانۍ کې پاته شوی دی. د دې ودانۍ مخکې په سلګونو پلويانو د هغه په طرف مظاهره وکړه، څو دی له نيول کېدو څخه وژغوري.
اروپايي ټولنه غواړي چې مالي مرستې د قانون پر حاکميت پورې وتړي
د اروپايي اتحاديې کميسيون غواړي چې د مالي مرستو ورکړه په اخيستونکو هېوادونو کې د قانون د حاکميت او پر حقوقي دولتولۍ پورې وتړي. د بودجوي چارو کميسار، ګوينتر اوېتينګر، د «تاګېس شپيګل آم زونتاګ» ورځپاڼې ته وويل کميسيون غواړي دا وړانديز وکړي چې د راتلونکې بودجې په چوکاټ کې دې دغه شرط هم راوستل شي.
رسنۍ: په سلګونو افراطيانو پناه غوښتې ده
د رسنيو د يوه راپور له مخې په آلمان کې تقريبا هر څلورم خطرناک افراطي کس پناه غوښتونکی هم دی. د آلمان د جنايي چارو اداره د «شپيګل» مجلې په حواله تقريبا ۱۵۰۰ ښځې او نارينه د افراطيانو په محيط کې د «ګواښ پېښونکي» يا «اهميت لرونکي کس» په درجه بندۍ کې راولي. دغه مجله، ليبرال دموکرات ګوند ته د آلمان د حکومت د يوه جواب په استناد دغه خبره کوي. په حواله يې ۳۶۲ دغسې کسانو د پناه غوښتنه او عريضه هم کړې ده.
روسيې د امريکايانو بنديزونو ته د کلک غبرګون اعلان کړی دی
د روسیې د بهرنيو چارو وزارت د متحده آيالاتو نويو بنديزونو ته د «سخت جواب» اعلان کړی دی. په مسکو کې په يوه خپاره شوي بيان کې راغلي دي چې دغه جزايي تدابير به بې جوابه پاته نه شي. په خبره يې بايد امريکا پوه شي چې روسيه «د دغسې جبري تدابيرو په ذريعه له خپلې لارې څخه نه اوړي». دغه وزارت د امريکې پر حکومت باندې تور لګوي چې د بنديزونو د لارې غواړي «په نړيوال بازار کې خپل سيالان» له منځه يوسي.
په شرقي غوطه کې هوايي بريد لږ تر لږه ۴۰ تنه وژلي
د سوريې په شرقي غوطه نومې سيمه کې د ياغيانو تر کنترول لاندي پر وروستي ښار دوما د هوايي بريدونو له کبله د فعالينو په حواله لږ تر لږه ۴۰ تنه وژل شوي دي. په بريتانيا کې مېشت د بشري حقونو سوريايي سازمان ويلي دي چې روسي او سوريايي جنګي الوتکو څو سوه هوايي بريدونه تر سره کړي دي. داسې ويل شوي دي چې په ورته وخت کې سوريايي ځمکنيو ځواکونو د ښار پر سويل لويديځ او ختيځ باندې حملې کړې دي.
فيسبوک غواړي چې سياسي اعلاناتو ته مقررات سخت کړي
د فيسبوک آنلاين شبکه د سياسي اعلاناتو له پاره خپل مقررات سختوي. هغه څوک چې غواړي داسې اعلانات پر ليکه کړي، بايد د فيسبوک په حواله په راتلونکي کې خپل هويت او اصلي ځای هم تائيد کړي. په اکتوبر مياشت کې لا فيسبوک دغه بهير د ښکاره ټاکنيزو اعلاناتو له پاره راشروع کړی چې ښايي اوس د سياسي انګيزه لرونکو پر اعلاناتو هم وغځول شي. په دغسې خپرونو کې بايد په راتلونکي کې دا خبره رڼه شي چې د چا له خوا تمويليږي.