د هند فلمي نړۍ د خانانو نوی پاچا څوک دی؟
د هند د فلمي نړۍ درو خانانو، شارخ خان، سلمان خان او عامر خان خپله خپله بريا درلودلې ده. هغوی د محبوبيت هغو هسکو ته ختلي چي مخکي يې ساری نه وو. خو داسي ښکاري چي په دغو درو کي يو خان اصلي پاچا ثابت سوی دی.
تر ټولو زياتي پيسې ګټونکی فلم
«دنګل» فلم د ۲۰۱۶م کال په دسمبر مياشت کي بازار ته راووت او له هغه راهيسي يې د کاروبار او پیسو ګټلو په ډګر کي ټول ريکاردونه مات کړي دي. دغه فلم په ټوله نړۍ کي تقريباً ۳۱۰ ميليونه ډالره ګټه کړې ده.
د «دنګل» زور
د عامر خان فلم «دنګل» د هند د فلمي نړۍ په تاريخ کي يو نوی زرين باب پرانيست. دغه فلم د يوه داسي هندي پهلوان په هکله دی چي خپلو لوڼو ته پهلواني ښيي او غواړي چي هغوی طلايي مډال وګټي. دغه فلم نه يوازي په هند، بلکي په نورو هيوادونو لکه چين کي هم زيات مينه وال وموندل.
«درې احمقان» او «پي کې»
د زياته ګټه کوونکو فلمونو په ليسټ کي دويم مقام هم د عامر خان فلم «پي کې» دی. دغه فلم په ۲۰۱۴م کال کي بازار ته راوتلی وو. تر هغه دمخه په ۲۰۰۹م کال کي تر ټولو زياتي پيسې ګټونکی فلم «درې احمقان» هم د عامر خان وو. د عامر خان ټول دغه بريالي فلمونه د ټولنې له پاره مهم پيغامونه لري.
عامر خان مخکي سو
د فلمونو کارپوه رامېش بالا وايي چي پخوا درې واړه خانان يعني شارخ خان، عامري خان او سلمان خان بريالي ول. د نوموړي په وينا خو اوس د فلمونو له خوا ګټل سوو پيسو ته په کتلو سره ويلای سو چي عامر خان مخکي سوی او شاه رُخ خان شاته پاته سوی دی.
بې حال شاه رُخ خان
شاه رُخ خان نه يوازي په آسيا، بلکي په اروپا او امريکا کي هم د هند د فلمي نړۍ تر ټولو مهم برانډ يا نوم دی. خو له ۲۰۱۳م کال راهيسي د هغه ټولو فلمونو يوازي د منځنۍ اندازې پیسې گټلي دي.
«ټيوب لايټ» فلم ښه کاروبار ونه کړ
د سلمان خان مینه وال بېخي زیات دي. د هغه فلم «ټيوب لايټ» ډېر ښه تجارت ونه کړ، دا پر هغه سربيره چي ډېر مثبت تنقيدونه يې درلودل. د سلمان خان فلمونه سلطان او بجرنګي ډېر بريالي ول. خو که يې د پيسو ګټه د عامر خان له فلمونو سره پرتله سي نو هومره ګټه يې نه ده کړې.
بېل عمرونه
د فلمونو سوداگر اکشې راټې وايي چي د عامر خان د بريا يو لوی راز دا دی چي هغه هر کار په ډېر دقت کوي او فلم ته ښه چمتووالی نيسي. د هغه په وينا عامر خان د ځوان هلک، د ښوونکي او يا هم د پیغلو نجونو د پلار په تمثيل کي هيڅ تکليف نه لري او ښه يې تمثيلوي.
بدلېدونکی عامر خان
په داسي حال کي چي شاه رُخ خان رومانتیک، جنګي او ډراماتيک فلمونه جوړوي، د عامر خان د فلمونو موضوعات ډېر قوي وي. عامر خان په خپلو فلمونو کي داسي موضوعات راپورته کوي چي په ټولنه کي ډېر اهميت لري. عامر خان د خپل تمثيل له پاره خپلي بڼي په ښه توګه بدلوي. د بېلګي په توګه هغه د «دنګل» فلم له پاره ۲۵ کلوګرامه وزن زیات او بيا کم کړ.
مينه وال
اکشې راټې وايي چي عامر خان د شاه رُخ خان او سلمان خان په څېر مينه وال نه لري، خو هغه په دې بريالی سوی دی چي کتونکو ته دا احساس ورکړي چي که هغوی د عامر خان د فلم ټکټ رانيسي، نو خامخا به پکښي يو نوی شی ومومي.
جنجالونه هم
د عامر خان له خوا داسي موضوعات هم څېړل سوي چي جنجالونه يې رامنځ ته کړي. د بېلګي په توګه په هندوسان کي د زغم په اړه د هغه څرګندونې د دې لامل سوې چي ډېر هنديان په غوسه سي او اعلان وکړي چي د هغه فلمونه به نه ګوري. خو پر دې ټولو سربيره د هغه د مينه والو او د فلمونو د ټکټ رانيوونکو شمېر لږ سوی نه دی.