د هند په کومو سيمو کي کوم جرمونه زیات دي؟ ـ انځورونه
د هند ځيني سيمي د ځانګړو جرايمو له پاره په منفي توګه مشهوري دي. دا چي په کومو سيمو کي کوم جرمونه زیات دي، دلته يې وپېژنئ:
د موټرو غلا
مظفرنګر او په اترپرديش کي د ميروت سيمه د موټرو په غلا مشهور دي. اکثره موټر چي د هند په نورو سيمو کي غلا کيږي، د اکثرو د پرزه کېدلو يا ماتولو کارونه په يادو ښارونو کي کيږي.
قتل
اترپردېش ايتاوا او بلندشهر په دې مشهور دي چې قتلونه پکښې کيږي. د بيهار په بينګوساري سيمه کي هم اوس مجرمې ډلې پيدا سوي دي. د کارناتکا بيلاري سيمه هم د قتل د جرايمو له پاره مشهوره بلله کيږي.
د کارتونو جرايم
د حيدر آباد د پوليسو يوې پلټنې ښودلې ده چي د تذکرو او نورو پين لرونکو کاردونو اکثره جرايم له حيدرآباد څخه سرچينه اخلي.
داړه ماري
د مديا پردېش او راجستان تر منځ د چمبل سيمه د ډاکوګانو او داړه مارانو له کبله مشهوره ده. د دغې سيمي پر سړکونو د تيرېدونکو اکثرو انسانانو سره هميشه دا بيره موجوده وي چي داړه ماران به پر پېښ سي.
هېکري جرايم
د هند بنګلور په ټوله نړۍ کي نه يوازي د کمپيوتري پروګرامونو له پاره مشهوره سيمه ده، بلکي په دغه سيمه کي زيات هېکري جرايم هم تر سره کيږي.
جنسي تېری
د هند پلازمېنه ډيلي د جنسي تېريو په برخه کې ډېر بد نوم لري. دا ځکه چي په دغه سيمه کي دغه ډول زيات جرايم کيږي. حتی اکثره بهرنۍ سيلانۍ مېرمني لا هم په ډيلي کي ځان خوندي نه احساسوي.
اختطاف/سړی تښتونه
بيهار د اختطاف او سړي تښتونې سره د مل جرايمو په برخه کې ډېر بد نوم لري. خو په تيرو کلونو کي په سړي تښتونه کي زيات کمښت راغلی دی. کله کله بيا هم داسي پيښي رامنځ ته کيږي.
د جايدادونو لانجې
د ګروګرام او ګرېتر نويدا سيمي چي ډيلي ته څېرمه پرتې دي، پکښي د جايداد پر سر خورا زياتي لانجې او شخړي رامنځ ته کيږي. په زیاته د ودانيو د ملکيت پرسر شخړي زياتي وي.
د سکرو/کويلې مافيا
د جهارخند د ډهنباد ښار د سکرو پر سر لانجو په برخه کې شهرت لري. له هغه وروسته چي د سکرو د کانونو څخه د استخراج پر حقونو نوې پرېکړي وسوې، نو لانجې کمي سوي دي. خو پر هغه سربيره د سکرو د مافيايي کړيو تر منځ بيا هم لانجې رامنځ ته کيږي.
د ځنګلي حيواناتو تجارت
د ځنګلي حيواناتو د پوستونو او نورو اعضاؤ قاچاق وړونکي په زياته په اترکهند سيمه کي ډېر فعال دي. له دغې سيمي څخه هر کال داسي پيښي رسنيزه کيږي چي پکښي قاچاق وړونکي د پړانګانو او نورو حيواناتو پر غير قانوني ښکار نيول کيږي.
تارياک او چرس
د هيماچل پردېش د کولو منلي سيمه په چرسو مشهوره ده. په دغه سيمه کي د په چرسو اخته ځوانانو شمېر هم ډېر زيات دی. د دې تر څنګ د راجستان په بارمر او د مدهيا پردېش په نيموچ او منصور سيمو کي د ترياکو لوی لوی ناقانونه بازارونه سته.
نقل
بيهار د زده کوونکو د نقل په برخه کې شهرت لري. هر کال په دې تړاو زیات راپورونه خپريږي چي په بيهار کي زده کوونکي او محصلين په ازموينو کي په لوړه اندازه نقل کوي. دمګړی پر ځينو سياستوالو هم د په ناسمه توګه بريليکونو ترلاسه کولو تورونه ادامه لري.