د هندوستان د پارلماني انتخاباتو په دوهم پړاو کي سخت رقابت
۱۳۸۸ اردیبهشت ۳, پنجشنبهزموږ له هندي څانگې څخه پريا ايسل بورن Priya Esselborn په خپل يوه راليږلي رپوټ کې ليکي، څوک چې تر ټولو مخکې بېړه کوي، هغه بايللې ده . په دې جمله سره سړی کولی شي د هندي گوندونو ستراتيژي لوبې تشريح کړي، کومې چې د انتخاباتو د نتايجو اټکل ناممکن کوي . هم هغه په وروستيو د 2004 ميلادي کال په ټاکنو کې، د لومړي وزير من موهن سنگ گوند وکولای شوای چې د يو شمېر نورو گوندونو په ملگرتيا سره حکومت جوړ او سره له هغه پر چپيانو باندې متکي وو. نږدې وو چې په ائتلافي حکومت کې د هند او امريکې د اټومي معاملو موضوع د سنگ اداره ړنگه کړي . اوس د کانگرس او د هغه د ملگري گوند BJP تر څنگ يوه بله دريمه جبهه هم جوړه شوې ده . د دې آزادي ټلوالې په ډله کې، چېري چې سيمه ايز مخور او نامتو کسان راټول شوي، يوه هم د هندوستان د گڼ نفوسه ايالت اوتار پرديش لومړۍ وزيره ماياواټي Mayawati ده، څوک چې له خپل نامتو گوند BSP سره په ملي سطح د واکمنۍ ادعا کوي . دا له زيات قدرت څخه برخمنه ده . د دې 53 کلنې جرارې مېرمنې ماياواټي په باب ډېري زياتي ليکنې کيږي . دا له دې کبله هم، چې نوموړې له ډالتو يا جوټه پوړ(قشر) څخه راځي . او هم دا چې هر څه په ډاگه او سپين وايي .
ماياواټي څرگندوي، «په اوتارپرديش کې زما حکومت چا ته د قانون ماتولو اجازه نه ورکوي . ما ته دا توپير نه سته چې که څوک د گاندي له کورنۍ څخه وي، د کوم مهاراجا زوی وي او يا د بل کوم مخور او بانفوذه کس .»
د لومړي وزارت څوکۍ ته پر ماياوټي برسېره د اندهرا پرديش Andhra Pradesh د ايالت پخواني لومړي وزير جيالاليتها Jayalalithaa او هم د تميل نادو Tamil Nadu د ايالت پخواني لومړي وزير کانديد دي . اوس يوه څلورمه جبهه هم راپورته شوې ده . په دې ډله کې د زيات اهميت وړ او خطرناک رقيب د هندوستان د اورگاډو موجوده وزير لالو پرساد ياديو Lalu Prasad Yadav له خپل راشتريا جنتا ډال Rashtriya Janata Dal گوند سره دئ . په تېر نوومبر کې د بمبې پر ښار باندې له ترهگري گذارونو وروسته، په کوم کې چې له دريو ورځو پرله پسې نښتو او يرغمل نيولو سره 160 کسان له منځه ولاړل، د من موهن سنگ حکومت تر سخت فشار لاندې دئ . همدغه اوس د انتخاباتو په پړاو کې من موهن سنگ ښايي دې پوښتني ته ځواب ورکړي، چې څه کوتاهي ورڅخه شوې او که نه . د کانگرس گوندپه خپلو انتخاباتي مبارزوکي د ملي امنيت او له تروريزم سره مقابلې ته د لومړيتوب حق ورکړي دئ .
من موهن سنگ څرگندوي، « په هغه قدرت او زور سره چې زما حکومتي ټلوالې د ممبۍ بحران تر قابو لاندي راوستلی، نوآيا کوم مخالف گوند که پر واک باندی وای، دا ډول بحران به يې په دغومره شدت تر کنترول لاندي راوستلی وای؟ »
ايسل بورن وړاندې کاږي، د مالي چارو کارپوه من موهن سنگ، چا ته چې زيادتره په تصادفې ډول سره دا مهمه دولتي دنده وررسېدلې، تر اوسه پورې د لومړي وزير په حيث اعتبار لري . د 2004 ميلادي کال د ټاکنو له گټنې وروسته، کله چې د مخکيني لومړي وزير راجيو گاندهي Rajiv Gandhi پر ميرمنې سونيا گاندهي Sonia Gandhi باندي د هغه د ايطاليايي توب له کبله د مخالفو اړخونو نيوکې راپورته شوې، نو دا هم د لومړي وزارت له څوکۍ څخه تېره شوه . سنگ د يوه صادق کارمند په توگه مشهور دئ، مگر لږ څه شرمناک او ډارن دئ، نسي کولی پر خپلو غوښتنو باندي ټينگار وکوي . د ده د حکومت په پنځو کالونو کې، پخواني د کورنيو چارو وزير او مخالف مشر لال کرشنا ادوانيLal Krishna Advani پر دې کمزورتيا باندې څوڅو ځله تېری کړی دئ . کرشنا وايي ،« له 1998 ميلادي کال څخه تر 2004 ميلادي کاله پوري شپږ کلنه دوره کې، کله چې د BJP ټلوالي حکومت کاوه، يو ښکاره سياست موجود وو. موږ په خپل ائتلاف کې نور گوندونه هم لرل . دا ناممکنه وه چې لومړي وزير به کوم وړانديز وکړ او د ټلوالې کوم گوند به د هغه په لاره کې خنډ اچاوه او يا به يې نه مانه .»
پريا /عارف وردګ
کتونکی : محمد قاسم نوري