د پيکنګ او لندن په اړیکو کې کړکېچ؛ د سوناک پر خبرو اعتراض
۱۴۰۲ خرداد ۱, دوشنبهپه بريتانيا کې د چين سفارت د بريتانيا د لومړي وزير ريشي سونک د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې په لندن کې له حکومته غوښتي چې د پيکنګ د «سپکاوي» مخه دې ونيسي، څو دوه اړخيزو اړيکو ته نور زيان ونه رسوي.
اړوند مطلب: چین د «قاطع» اقلیمي سیاست وعده ورکړه
د مې په ٢١مه نېټه په جاپان کې د جي اوو هېوادونو د مشرانو د غونډې په ترڅ کې سوناک چين «د نړۍ د امنيت او سوکالۍ له پاره تر ټولو ستره ننګونه» وباله او ويې ويل چې د نړۍ مخکښ اقتصادونه بايد له چين څخه لېرې پاتې نه شي.
زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ
د دوشنبې په ورځ په لندن کې د چین سفارت په یوه بیان کې د سوناک څرګندونې «د طوطي په څېر د نورو د خبرو تکرارول» بللي او ویلي یې دي چې دا څرګندونې له حقيقته لرې، له بد غوښتنې ډک یو تهمت او سپکاوی دی. په دې اعلاميه کې ويل شوي، چې چين په کلکه دغه څرګندونې ردوي او په سختو ټکو یې غندي.
اړوند مطلب: د جي ۷ په پای ته رسیدو سره په چین کې د آزادې سوداګرۍ ستاینه
د جي ۷ ډلې غړو هېوادونو په خپله اعلاميه کې پر دې ټينګار وکړ چې لويديځ د چين د اقتصادي انزوا او د دغه هېواد د اقتصادي پرمختګ د سرعت د کمولو په لټه کې نه دی، خو بيا په عینې حال کې د »جي ۷« ډله ژمنه ده چې د چين له اړخه پېښ خطر را کم کړي او د لومړيو اومو موادو په برخه کې پر دغه هېواد تکيه تر حده ډېره راکمه کړي.
د چین بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د جي ۷ ډلې غونډې ته، چې په هیروشیما کې جوړه شوې وه، په خپل غبرګون کې وویل: «د جې اوو ډله غواړي چې په چین په برید وکړي او دغه هېواد بې اعتباره کړي.» د دغه چینایي چارواکي په وینا پيکنګ په «پریکینده مقاومت» څو احتجاجي یادښتونو کې له دې طرحې سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.
اړوند مطلب: چین او روسیه د یوه نوي اتحاد په لټه کې دي
په جاپان کې د چین سفارت هم د جي ۷ ډلې لخوا منل شوي پالیسي غندلي او ویلي یې دي، چې د دې ډلې غړي هېوادونه د «جنجال او تفرقې د خپرولو مخه بايد ونیسي.»
په جي ۷ ډله کې امریکا، جرمني، جاپان، فرانسه، بریتانیا، ایټالیا او کاناډا شامل دي. د روان کال په مارچ مياشت کې د بريتانيا حکومت له چين سره د زياتېدونکي کړکېچ له امله د چين په اړه خپله بهرنۍ تګلاره بدله کړه.
DW/FZ/BS